د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

اروپا کې د ځوانانو د فوټبال ټولې سیالۍ لغوه شوي


ارشیف
ارشیف

په اروپا کې د کرونا ویروس د پراختیا له امله د ځوانانو د فوټبال ټولې سیالۍ لغوه شوي دي.

د اروپا د فوټبال اتحادیې د رسمي وېب سایټ د راپور پر اساس چې د کرونا ویروس د پراختیا له امله تر ١٩ کالو ښکته ټولې سیالۍ لغوه اعلان شوي.

همدارنګه د اروپا د ځوانانو فوټبال سیالۍ چې ټاکل شوې وه، تر راتلونکو دوو میاشتو پورې د رومانیا او بلاروس په کوربتوب ترسره شي هغه هم لغوه شوې ده.

ویل کېږي چې د کرونا ویروس پراختیا له امله د اروپایي هېوادونو د فوټبال اتحادیو هم له دې پرېکړې ملاتړ اعلان کړی.

XS
SM
MD
LG