د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ وری ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۴۲

د خوست د نړیوال هوايي ډګر د ترمینل چارې په بشپړېدو دي


د خوست نړیوال هوايي ډګر

د خوست نړيوال هوايي ډګر چې ودانيزې چارې یې یوه لسیزه مخکې پیل شوې او دې هوايي ډګر ته له مخکې پروازونه کېږي، د ترمینل چارې یې هم کرار- کرار په بشپړېدو دي.

د چارواکو په وينا، د خوست هوايي ډګر ترمينل چې په افغانستان کې تر ټولو لوی ترمينل دی، په نړيواله کچه د اوسني عصر د اړتياوو سره سم جوړېږي.

د خوست هوايي ډګر ترمينل
د خوست هوايي ډګر ترمينل

د هوايي ځواکونو متقاعد افسر ښمر زمان چې د هوايي ډګر او ترمینل د لیدلو لپاره ورغلی وو، ازادي راډیو ته وویل: "زما مسلک هوايي دی، د خوست د هوايي ډګر په تاسیساتو کې زه وګرځېدم، ترمینل مې وکتو، په هغه مسلکي لحاظ چې ما د بګرام او خواجه رواش له هوايي ډګر سره مقایسه کړ ډېر فرق لري، دا ترمینل د اوسني عصر سره سم جوړ شوی دی، د الوتکو تم ځای مې ولیده، هغه هم ډېر کلک او محکم ډول جوړ شوی او په خپله د ترمینل داخل په هغې کې مختلفې ځینې او د امنیت خوندیتوب د مسوولینو ځایونه، په عین شکل د اطفايې سیسټم دا ډېر عصري دي او د اوسني وخت د غوښتنو مطابق دي."

د خوست هوايي ډګر نه یوازې د هېواد په کچه یوه اوږدمهالي زېربنایي پروژه ده، بلکې په اوس وخت کې په دې پروژه کې لسګونو فني او غیر فني کارګرانو ته د کار او مزدورۍ زمينه برابره شوې ده.

د خوست هوايي ډګر
د خوست هوايي ډګر

د هوايي ډګر د پروژې مشر انجینر نصرت الله وايي: "په دې ترمینل کې نږدې ۳۰۰ کسان کار کوي، ۸نیم زره متره مربع يې مساحت دی، به دوه منزلو کې جوړ دی، ۷ لفټونه لري، ۵ برقي زینې لري، د کابل او نورو داخلي هوايي ډګرونو په پرتله دا ډېر پروفیشنل او بین الملي میدان دی، د ترمینل شاته پارکینګ لري، ټولو ټاورونو ته يې موږ د برق مزي غځوو،دا کارونه زموږ په قرارداد کې شامل دي."

د دې هوايي ډګر په پوره فعالېدو سره به چين، عربي هېوادونو او اروپا ته د لويې پکتيا او په ځانګړي ډول د خوست وچې ميوې له هغې ډلې د زڼغوځيو او چارمغزو صادرول پیل شي.

د خوست هوايي ډګر آمر عبدالصمد تڼيوال وویل، د دې ترمینل چارې اوس ۹۴ سلنه مخته تللي دي او د را روان لمریز کال په حمل میاشت کې پرانېستل کېږي.

دی وايي، په دې کې نه یوازې خلکو ته اوږدمهاله کارموندنه کېږي، بلکې د دې ولایت تولیدات په ځانګړي ډول زڼعوځي او چارمغز د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادر شي.

عبدالصمد تڼيوال وویل، د خوست د هوايي ډګر د ترمینل چارې اوس ۹۴ سلنه مخته تللي دي
عبدالصمد تڼيوال وویل، د خوست د هوايي ډګر د ترمینل چارې اوس ۹۴ سلنه مخته تللي دي

ښاغلي تڼیوال وویل، دې هوايي ډګر څخه به حاجیان حج ته ځي او د کرښې د پورې غاړې اوسیدونکي به هم ورڅخه د تګ راتګ ګټه اخلي.

د ځينو سرچينو د مالوماتو پر اساس، د دې ولايت شااوخوا ۵۰ زره کسان یوازې په عربي هېوادونو کې کار او مزدوري کوي.

که څه هم د افغان حکومت چارواکي او د خوست نړيوال هوايي ډګر د پروژې مسؤلين دا هوايي ډګر د هېواد په کچه له مهمو تجارتي او مسافرو د لېږد رالېږد له هوايي لارو څخه بولي او تمه څرګندوي چې په راتلونکي مياشتو کې به یې رسمي پرانېسته وشي، خو تراوسه دې هوايي ډګر ته غځيدلي لاره خامه ده او د هوايي ډګر په داخل کې د ډېریو لوړو ژورو هوارکاري هم نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG