د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

افغان کرکټر راشد خان د پاکستان د کرکټ غوره لیګ لوبې پریښودې


راشدخان ارمان
راشدخان ارمان

د افغانستان د کرکټ ستوري راشد خان د پاکستان د کرکټ غوره لیګ لوبې پریښودې.

ده په ټویټر کې لیکلي دي چې د ملي دندې لپاره له دې لوبو بهر کېږي او بل کال هیله مند دی چې بیا ورسره یوځای شي.

راشد خان به په هغو دوو ټېسټ لوبو کې د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره ولوبېږي چې ټاکل شوې ده لومړۍ یوه د مارچ په دوهمه له زیمبابوې سره په ابوظبۍ کې ترسره شي او دوهمه یوه یې د مارچ په لسمه له زیمبابوې سره په دوبۍ کې وشي.

راشد خان د پاکستان غوره لیګ کرکټ لوبو کې د لاهور قلندر لوبډلې لپاره دوې لوبې وکړې.

XS
SM
MD
LG