د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۵:۰۵

بشر حقونو کمېسیون: د افغان ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات، خو تلفات‌یې کم شوي


ارشیف، کابل کې په یوه چاودنه کې ټپي شوې ماشومه

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په یو تازه راپور کې وايي، په ۱۳۹۹ کال کې د ماشومانو مر‌ګ‌ژوبله د تېر ۱۳۹۸ کال په پرتله ۲۵ سلنه راکمه‌ شوې ده، خو پر وړاندې یې تاوتریخوالی ۱۶ سلنه زیات شوی دی.

دغه کمېسیون وايي، د ماشومانو د وضیعت په اړه‌یې دا موندنې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې له څېړنو وروسته ترلاسه کړي.

دې کمېسیون په خپل تازه راپور کې دا هم موندلي چې سږ کال کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۱۶ سلنه زیاته شوې.

د دې کمېسیون د ماشومانو برخې غړې راضیه صیاد له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "په ۱۳۹۹ کال کې له ۵،۳۱۸ ماشومانو ۱۳۹۱ ماشومان چې د څېړنې ۲۶ فیصده جوړوي د تاوتریخوالي قربانیان دي، نو په دې اساس ویلی شو چې په ۱۳۹۹ کال کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۱۶ فیصده زیاته، خو د تلفاتو په اړه چې په جګړو او شخړو کې وژل شوي د تېر کال په پرتله ۱،۲۵ فیصده کموالی راغلی."

په دې راپور کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډولونه رواني، فزیکي، اقتصادي او جنستي تاوتریخوالی یاد شوی دی.

د دې راپور د معلوماتو له مخې، په تاوتریخوالو کې ۱۱ د وژنې، ۳۴ د جنسي ځورونې، ۲ د سوځېدو، ۱۱۷ د وهلو او ډبولو او ۴۶۳ د تاوتریخوالي نورې پېښې ثبت شوې دي.

دا کمېسیون د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین کورنۍ، ښوونکي او د ټولنې نور غړي یاد کړي. په دې راپور کې په ۱۳۹۹ کال شاوخوا ۲،۰۱۹ ماشومان وژل شوي چې دا شمېر تېر کال ۲،۶۹۶ و.

په ورته وخت کې د ماشومانو د روزنې په برخه ځیني پوهان بیا د عامه پوهاوي نشتوالی د دې تاوتریخوالو د زیاتېدو عمده دلایل یادوي.

له دې ډلې عطاءالله ویسا وايي: "زما له نظره فقر، جګړه او یو شمېر نورې بدبختۍ د دې لامل شوي چې د ماشومانو حقوقو ته جدي پاملرنه ونه‌شي چې په دې کې کورنۍ او ټولنه هم شامل کېدای شي، دلته حکومت او کورنۍ مسؤلیت لري چې د ماشومانو د روزنې په برخه کې کار وکړي."

ارشیف، په کندهار کې په یوه چاودنه کې ټپي شوې ماشومه
ارشیف، په کندهار کې په یوه چاودنه کې ټپي شوې ماشومه

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ماشومانو روزنې ته په دې راپور کې هم اشاره کړې.

د دې کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، سږ کال د ماشومانو د روزنې په برخه کې هم ۶.۵ سلنه کموالی راغلی.

XS
SM
MD
LG