د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۴:۰۶

افغان کرکټر راشدخان ارمان ۷م مخکښ لوبغاړی وټاکل شو


راشدخان ارمان

د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان اووم مخکښ او زیاتې وېکټ اخېستونکی لوبغاړی وټاکل شو.

نوموړی پرون د پاکستان په سوپرلیګ کې د کریس ګېل په سوځولو سره خپله ۳۴۴تمه وېکټ ترلاسه کړه.

په دې سره راشد خان د شل اوورېزه لوبو په تاريخ کې له شاهد افريدي مخکې شو او اووم مخکښ او زیاتې وېکټ اخېستونکی لوبغاړی شو.

راشد خان دا مهال د پاکستان په سوپرلیګ لیګ کې لوبېږي، تر دې دمه يې دوې لوبې کړي چې دواړو لوبو کې خورا ښه ځلېدلی.

راشدخان ارمان په لومړۍ لوبه کې هم ښه توپ اچونه او هم توپوهنه وکړه چې په توپ اچونه کې یې څلور اورونه وکړل او یوازې یې ۱۴ منډې ورکړې، خو وېکټ یې وانه خېسته.

په توپوهنه کې یې بیا په ۱۵ توپونو ۲۷ منډې وکړې.

په دوهمه لوبه کې یې بیا څلور اوورونه وکړل، ۳۰ منډې یې ورکړې او یو وېکټ یې واخیسته.

XS
SM
MD
LG