د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۵:۲۹

د افغانستان د ګلف ملي لوبډله ترکیې ته لاړه


ارشیف

د افغانستان د ګلف ملي لوبډله په یو تمریني او روزنیز کمپ کې د ګډون لپاره نن سې شنبه (د کب ۵مه) ترکیې ته ولاړه.

د افغانستان د ګلف فدراسیون مرستیال محبوب شاه قاضی زاده نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه لوبډله کې د ٤ نجونو په شمول ١٤ لوبغاړي حضور لري چې د ترکیې په انتالیا ښار کې د اتو ورځو لپاره تمرینات کوي.

د ښاغلي قاضي زاده په خبره په دغه تمریني کمپ کې له ګډونه هدف دا دی څو د ترکیې د ګلف لوبډلې له تجربې زده کړه وشي او ګډ تمرینات ترسره کړي.

ټاکل شوې چې د افغان لوبغاړو له منځه دوه لوبغاړي د ترکیې د ځوانانو د ګلف په سیالیو کې هم ګډون وکړي چې تر راتلونکو درېیو ورځو پورې په ترکیه کې ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG