- عرب نیوز
عرب نیوز انګریزې ژبې ورځپاڼې په یوې لیکنه کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني هغو وروستیو څرګندونو ته پام اړولی چې په افغانستان کې یې د موقت حکومت له طرحې سره کلک مخالفت څرګند کړی دی.
عرب نیوز لیکي، اشرف غني دا څرګندونې د شنبې په ورځ د افغان امنیتي ځواکونو د هغو غړو کورنیو ته کړي چې په دې وروستیو کې د طالبانو په حملو کې وژل شوي دي.
د ورځپاڼې په لیکنه غني هغوی ته ډاډ ورکړ چې ترڅو دی ژوندی وي، موقت حکومت به څوک په افغانستان کې ونهویني. غني ویلي، هغه ونه نهده چې باد ته به کږه شي.
د عرب نیوز په لیکنه غني ویلي، موقت حکومت هغه سناریو ده چې افغانستان مخکې تجربه کړې. د هغه په وینا دا هغه د وینو بهېدو او د ګډوډۍ یو حالت دی چې دې هېواد په ۱۹۹۰ لسیزه کې چې د مسکو له ملاتړه د برخهمن رژیم ځای موقت حکومت ونیوه، تجربه کړ.
تر دې مخکې غني ویلي چې په ۲۰۲۵ کال به د ولسمشرۍ د دورې په بشپړولو سره واک خپل ځای ناستي ته وسپاري.
- نیویارک ټایمز
امریکایي نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د هغو ښځو په یاد جوړو شویو کتابتونونو ته پام اړولی چې په بم چاودنو کې وژل شوي او نږدې عزیزانو یې یوه په کابل او بله په دایکنډي کې جوړې کړې دي.
حسین رضایي، دې ورځپاڼې ته ویلي، کله چې ملګرې یې نجیبه حسیني چې ټاکل شوې وه رسمي نامزادهیې شي، په کابل کې د طالبانو په بم چاودنه کې ووژل شوه، نهپوهېده چې څه ډولیې ویر وکړي.
۳۳ کلن رضایي ویلي، که څه هم ما خپله مینه له لاسه ورکړه، خو نه مې شوای کولای چې په ښکارهیې ویر وکړم ځکه زموږ دواړو کوژده نهوه شوې او له دې پرته چې له غم سرهیې ژوند وکړم راته بله لاره نهوه پاتې.
د نیویارک ټایمز په لیکنه دغه پېښه د ۲۰۱۷ په جولای کې هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو یو بم پر هغه موټر چې ۲۸ کلنه حسیني پهکې سپره وه، وچاودېد. په دې پیښه کې لږترلږه ۲۴ کسان وژل شوي و.
نیویارک ټایمز وړاندې تر دې پېښې ۱۳ میاشتې وروسته په کابل کې د بلې خونړۍ چاودنې یادونه کوي چې لږترلږه ۴۰ زدهکوونکي پهکې ووژل شول.
په وژل شویو کې یوه هم ۱۷ کلنه راحله مونجي وه.
د نیویارک ټایمز په لیکنه دغو ښځو له یو بل سره نهپېژندل، خو ژوند تهیې هغه تاوتریخوالي د پای ټکی کېښود چې په افغانستان کې یې د نورو په زرګونه کسانو ژوند اخیستی.
د نیویارک ټایمز له لیکنې سره سم د اغلې حسیني او اغلې مونجي وژلو د هغو نږدې عزیزانو ته دا الهام ورکړی چې د هیلو د پوره کولو لپارهیې کتابتونونه جوړ کړي. د ورځپاڼې په لیکنه دوه کتابتونونه چې یو یې په پلازمېنه کابل او بل په دایکنډي ولایت کې جوړ شوي، د هغو پرمختګونو سمبولونه دي چې په افغانستان کې د جنسیتي برابري او زدهکړې ته د لاسرسي په برخو کې شوي دي.