د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

لاس انجلس ټایمز: امریکا کولای شي چې له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي؟


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • لاس انجلس ټایمز

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یوه لیکنه کړې چې سرلیک‌یې دی، "اوسنیو شرایطو ته په پام امریکا کولای شي چې له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي؟"

د ورځپاڼې په وینا د هغه څه له مخې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې لیکلي باید امریکا د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي، خو تر اوسه د دې کار د ترسره کېدو لپاره هېڅ تضمین نه‌شته.

لاس انجلس ټایمز وايي، نه امریکا، نه افغان حکومت او نه هم طالبان په بشپړه توګه پر هغو ژمنو درېدلي چې په هوکړه کې شوې دي.

لیکنه زیاتوي، طالبانو ژمنه کړې وه چې تاوتریخوالی به کموي، خو کم کړی یې نه‌دی. افغان حکومت او طالبانو خپلو کې د سولې د رغنده خبرو ژمنه هم کړې وه، خو خبرې په ټپه ولاړې دي.

لیکنه کې وړاندې راغلي، دې مشکلاتو ته په پام، په امریکا کې د جو بایډن نوې اداره په زړه نازړه حالات کې ده او نه‌پوهېږي څنګه هغه جګړه پای ته ورسوي چې د امریکا له درې ولسمشرانو څخه په میراث ورپاتې ده.

  • مېل انلاین

مېل انلاین په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي، د افغانستان د سولې د خبرو درېدل او په دې هېواد کې د تاوتریخوالي زیاتېدل د دې سبب شوي چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره پر هغه هوکړه چې نږدې کال مخکې له طالبانو سره لاسلیک شوې، له سره غور وکړي.

د لیکنې په وینا، دې ورځو کې د امریکا په حکومت کې بحث پر دې دی چې ایا د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو د ضرب‌الاجل عملي کول یو مثبت ګام دی او که نه؟

مېل انلاین د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کنېت مک‌کنزي له قوله ویلي، د افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو شرایط نه‌دي برابر شوي. جنرال مک‌کنزي پاکستان ته د سفر پر مهال، الوتکه کې خبریالانو ته وویل، طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو ژمنه کړې وه، خو دا کار یې نه‌دی کړی.

هغه وروستیو چاودنو او هدفي وژنو ته اشاره کړې او ویلې یې دي، دا سمه ده چې ځیني له دې بریدونو څخه د داعش او نورو ډلو له‌خوا ترسره کېږي، خو د مک‌کنزي په وینا د هغوی کارونه د طالبانو د کړنو په وړاندې ناڅیزه دي. دې امریکايي جنرال ټینګار کړی چې دا بریدونه د طالبانو کار دی، نور څوک دا ډول بریدونه نه‌شي کولای او په وینا یې د دې وسله‌والې ډلې لاس په‌کې څرګند دی.

طالبانو په یو شمېر هدفي بریدونو او چاودنو کې لاس لرل رد کړي، خو د ځینو نورو مسؤلیت‌یې وخت ناوخت منلی دی.

  • پي بي اېس انلاین

پي بي اېس انلاین خپرونه وايي، له امریکا او ناټو سره د دوو لسیزو مشارکت وروسته، اوس له افغانستان څخه بهرني ځواکونه د وتلو په حال کې دي او د دې هېواد امنیتي ځواکونه په داسې حال کې د طالبانو په وړاندې جګړه کې یوازې پرېږدي چې قطر کې د سولې خبرې په ټپه درېدلې دي.

دا خپرونه زیاتوي، د ولسمشر جو بایډن اداره باید اوس د امریکا د پخوانۍ ادارې له دوو میراثونو سره کار وکړي چې یو د طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه او بل هم له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو لپاره ټاکلی ضرب‌الاجل دی.

د پي بي اېس انلاین په وینا اوس د جو بایډن اداره د طالبانو سره د سولې په هوکړه له سره غور کوي چې په ترڅ کې یې له دې هېواد څخه د سرتېرو د ایستلو موضوع هم ارزوي.

XS
SM
MD
LG