د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۳:۲۶

نړۍ

ګرجستان پولیسو لږ تر لږه ۲۰ مظاهره چیان بندیان کړي

په ګرجستان کې د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب

د ګرجستان په پلازمېنه تبلیسي کې پولیسو لږ تر لږه شل تنه مظاهره چیان بندیان کړي دي.

لسګونه مظاهره چیانو چې په کې د مخالف ګوندونو غړي او مدني فعالان شامل وو، پرون یې غوښتل د پارلمان د ودانۍ مخته پرلته وواهه.

پولیسو دې کار ته پرېنه ښودل او له ډلې یې لږ تر لږه شل تنه ونیول.

د معترضینو د تحصن خیمه ړنګه شوې ده. فعالان په ګرجستان کې د تېر اکتوبر پارلماني ټاکنو او روان سیاسي کړکېچ پر ضد راپورته شوي دي.

مخالفین په هغو ټاکنو کې د درغلیو شکایتونه لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین یو قانون توشیح کړ

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هغه قانون توشیح کړ چې د بهرنیو عواملو له لانجمن قانونه د سرغړونکو د جریمې مسئله او هم لکه د کرملین د منتقد الکسي ناوالنۍ په ملاتړ د غیر قانوني مظاهرو لپاره د مالي ملاتړ او د قانون د تنفیذ ځواکونو له اوامرو د سرغړونې اړوند قوانین، پیاوړي کوي.

د دغه قانون له مخې چې پوتین پرون لاسلیک کړ، د بهرنیو عواملو له لوري د هغو معلوماتو د خپرېدو پر وړاندې چې د برابرونکو نوم او هم دا چې هغه د چا له خوا خپريږي، نه وي اخېستل شوی، یو فرد ته تر دوه نیم زره روبلو چې ۳۴ ډالره کېږي او ادارې ته تر پنځه لکه روبلو چې ۶۷۲۰ ډالره کېږي، جریمه ټاکل شوې ده.

دغه قانون پر ټولو بهرنیو عواملو یا د بهرنیانو پر استازیو که هغه یو فرد یا ډله ییزه رسنۍ وي، یو شان پلی کېږي.

په روسیه کې د ازادي راډیو د روسیې څانګې پر فعالیت هم د روسیې دغه لانجمن قانون اغېز کړی دی.

د امریکا ولسمشر بایډن د ټرمپ یو اجرائیوي فرمان لغوه کړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن او پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر جو بایډن د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه اجرائیوي فرمان لغوه کړ چې له مخې یې ډېرهغه کسان متحدو ایالاتونو ته له تلو منع شوي وو چې د ګرین کارټ یا په امریکا کې د اوسېدو لپاره یې غوښتنلیکونه سپارلي وو.

ټرمپ دغه بندیز تېر کال لګولی و او ویلي یې و چې دا کار د دې لپاره کوي چې د امریکایي کارګرو کارونه چې ډېری یې د کرونا د خپرې شوې وبا له امله بې کاره شوي دي، خوندي کړي.

ټاکل شوې وه چې دغه بندیز د تېر کال په وروستیو کې پای ته ورسېږي خو ټرمپ هغه د خپلې ولسمشرۍ د دورې په وروستیو اونیو کې د مارچ د میاشتې ترپایه پورې تمدید کړی و.

د مهاجرت د چارو وکیلانو ویلي چې د دغه فرمان له مخې د ډېرو مهاجرینو ویزې بندې شوې وې.

مهاجرنیو دغه راز نه شوای کولای چې د خپلې کورنۍ غړي متحده ایالتونو ته تر هغو ور وغواړي څو چې د امریکا تابعیت یې ترلاسه کړی نه وي.

بایډن هغه فرمان کې چې پرون یې ورکړی او پخوانی د ټرمپ یې لغوه کاوه ویلي، د هغو کسانو پر وړاندې چې غواړي په قانوني توګه متحدو ایالاتونو ته مهاجرت وکړي، د ور تړل د دې هېواد ګټې نه خوندي کوي.

بُرنز: د امریکا پر وړاندې لویه جیوپولټیکي ازموینه به د چین له لوري وي

ویلیام بُرنز

د امریکا د ولسمشر جو بایډن له خوا د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا 'CIA' د ریاست لپاره نومول شوی ویلیام بُرنز وایي، د متحدو ایالتونو پر وړاندې تر ټولو لویه جیوپولټیکي ازموینه به د چین له لوري وي، خو روسیه هم یو ګواښ بلل کېږي.

بُرنز دغه څرګندونې پرون چهارشنبه (د کب ۶مه) د امریکا د سنا جرګې د استخباراتو کمېټې یوې استماعیه غونډې ته چې د هغه د تاییدېدو پر مسئلې خبرو ته ځانګړې شوې وه، وکړې.

هغه چین د امریکا ضد داسې یو ځواک وباله چې هڅه کوي د معنوي ملکیت د غلا کولو، پر خپلو خلکو د فشارونو او په متحده ایالاتونو کې د خپل نفوذ د زیاتولو له لارې خپل قدرت لا پیاوړی کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د اقلیم د بدلون په څېر موضوعاتو کې کیدای شي له پېکنګ سره کار وشي.

بُرنز د روسیې له خوا ګواښ هم جدي او ورانونکی وباله او زیاته یې کړه، څو چې د دې هېواد ولسمشر ولادمیر پوتین په واک کې وي، همکاري به ورسره ډېره محدوده وي.

تمه ده چې ۶۴ کلن کلن ویلیام بُرنز به چې له ایران سره یې په پټه خبرې کړې وې چې په نتیجه کې یې له دې هېواد سره د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون لاسلیک شو، په اسانۍ د دغې څوکې لپاره تایید شي.

هسپانوي پولیسو د انسانانو د قاچاق په شک ۱۴ کسان نیولي

ارشیف، هسپانوي پولیس

د هسپانیا پولیسو پرون چهارشنبه(د کب ۶مه) د انسانانو د قاچاق په شک د ۱۴ کسانو د نیولو خبر ورکړ.

د پولیسو په خبره دغو کسانو تر ۲۰۰ زیات کسان کاناري ټاپوګانو ته په قاچاقي ډول لېږدولي دي.

په دې ډله کې د یوه ۹ کلن ماشوم هغه درې کسان هم شامل وو چې د سفر پر مهال مړه شوي دي.

د هسپانیا پولیسو په یوه اعلامیه کې وویل چې پناه غوښتونکو ۱۳ کسان او یوه ښځه د پناه غوښتونکو د قاچاق تنظیموونکي بللي دي.

ویل شوي چې مشکوک کسان د ۱۹ او ۴۵ کلونو ترمنځ عمرونه لري چې د مراکش، مالي، ګامبیا، موریتاني او ګینه هېوادونو وګړي دي.

د روسیې ولسمشر خپل قرغزستاني سیال سره پر دوه اړخیزو اړیکو وغږېد

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین له خپل قرغزستاني سیال صدر جباروف سره

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د هغه قرغزستاني سیال صدر جباروف پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.

په مسکو کې دواړه مشرانو پرون چهارشنبه (د کب ۶مه) په خپلو کې په داسې حال کې خبرې وکړې چې قرغزستان په وروستیو کې له سیاسي بحرانه وتلی دی.

جباروف چې د جنورۍ پر ۱۰مه د ولسمشر په توګه وټاکل شو، پرون چهارشنبه د روسیې پلازمېنې مسکو ته ورسېد.

د قرغزستان ولسمشر له پوتین سره د کتنې پر مهال وویل، له شک پرته د قرغزستان د ولسمشر په توګه زما لومړی بهرنی سفر روسیې ته دا جوتوي چې زموږ د ملتونو ترمنځ په لوړه سطحه دوه اړخیزې اړیکې شته.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هیله وښوده چې په قرغزستان کې به سیاسي بحران پای ته ورسېږي.

جرمني کې یو عراقی ملا د ترهګریز سازمان د ملاتړ په جرم په بند محکوم شو

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د جرمني محکمې یو عراقی ملا چې ویل کېږي دغه هېواد کې د داعش ډلې عملیاتي مشر و، د ترهګریز سازمان د ملاتړ په جرم، په ۱۰ کاله او شپږ میاشتې حبس محکوم کړ.

محکوم شوی کس احمد عبدالعزیز عبدالله عبدالله نومېږي چې په ابووالا مشهور دی.

نوموړی د هغې جهادي شبکې په مشرۍ تورن دی چې اروپا کې ځوانان سخت دریځۍ ته هڅوي او عراق او سوریې ته د هغوی په سفرونو کې مرسته کوي.

محکمې دغه ۳۷ کلن سړی یوه ترهګریز بهرني سازمان کې د غړیتوب، د تاوتریخجنو طرحو له جوړولو سره د مرستې او د ترهګرۍ د تمویل په خاطر مجرم پېژندلی دی.

د سل (Celle) ښار په دې محکمه کې درې کسان نور هم په اته اته کاله بند محکوم شول.

امریکا بېرته د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا ته ورګرځي

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، هېواد به‌یې بېرته د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا ته راوګرځي.

د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره درې کاله وړاندې، د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې له دې نړیوالې شورا وتلې وه.

همدې میلادي میاشت کې د جو بایډن اداره د دغې شورا د څارونکي په توګه بېرته دغه بنسټ کې شامله شوه.

د ملګرو ملتونو عمومي مجمع د دغې شورا د درې کلني غړیتوب لپاره هر کال په اکټوبر میاشت کې ټاکنې ترسره کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: کرملېن دې ناوالنۍ بې‌قید او شرطه خوشې کړي

د کرملېن منتقد الکسي ناوالنۍ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د کرملېن د منتقد الکسي ناوالنۍ د ژر تر ژره او بې‌قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

انتوني بلېنکن نن (چهارشنبه) په جنوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا انلاین غونډې ته په یوه ثبت شوي پیغام کې وویل: "موږ یو ځل بیا د روسیې له دولته پر خپلې غوښتنې ټینګار کوو، دوی دې الکسي ناوالنۍ او دغه‌راز د روسیې سلګونه نور اوسېدونکي چې له خپلو حقونو نه د ګټې اخیستنې په خاطر په ناحقه نیول شوي، ژر او له قید او شرط پرته خوشې کړي."

الکسي ناوالنۍ چې تېره میاشت له جرمني مسکو ته د ستنېدو پر مهال نیول شوی، تورن دی چې جرمني کې یې د مشروطې ازادۍ اصول نقض کړي دي.

پر ده دغه راز تور دی چې د دویمې نړیوالې جګړې یوه سرتیري پسې یې تهمت کړی دی.

ښاغلي ناولنی ویلي، پر ده لګول شوي تورونه سیاسي انګیزه لري.

امریکا: سایبري برید پرمختللی و چې باید یو هېواد یې تر شا وي

ارشیف، عکس تئزیني بنه لري

د امریکا د ټکنالوژي شرکتونو مشران وایي، دغه هېواد کې د حکومت پر کمپیوټري شبکو وروستی سایبري برید دومره پرمختللی و چې باید یو هېواد یې تر شا وي.

د شرکتونو مشرانو پرون د فبرورۍ په ۲۳مه د کانګرس په استماعیه غونډه کې دا خبرې وکړې.

دا وروسته تر دې چې تېر دسمبر میاشت کې دا سایبري برید څرګند شو، په اړه یې لومړنۍ لویه غونډه ده.

استخباراتي چارواکو او نورو سرچینو له دې مخکې روسیه دغو سایبري بریدونو کې په لاس لرلو تورنه کړې ده.

روسیې بیا دې موضوع کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

د امریکا د تکنالوژۍ شرکتونو مشرانو بیا ویلي، د سایبري برید دقت او پراختیا ته په کتو، د ملامتۍ ګوته روسیې ته نیول کېږي.

سنا 'ګرینفیلډ' ملګروملتونو کې د امریکا د سفیرې په توګه تایید کړ

لېنډا توماس ګرینفیلډ

د امریکا سنا د سې شنبې(د کب ۵مه) په ورځ لېنډا توماس ګرینفیلډ په ملګروملتونو کې د امریکا د متحد ایالاتونو د سفیرې په توګه تایید کړه.

په سنا کې د اکثریت مشر چک شومر پرون سې شنبه (د کب ۵مه) د غونډې پر مهال وویل، ګرینفیلډ په داسې وخت کې خپل کار پیلوي چې د نړۍ هېوادونه باید له کووېډ-۱۹ سره په مبارزه کې او د اقلیم د بدلون په برخه کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.

مېرمن ګرینفیلډ څو لسیزې ډیپلوماته پاتې شوې، دې د لایبریا، سویس او پاکستان په ګډون د امریکا په سفارتونو کې کار کړی دی.

دا د ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ په وخت د امریکا په بهرنیو چارو په وزارت کې د افریقا د چارو مرستیاله وه.

د ایران سیستان-بلوچستان کې نښتو ۵ تنه ټپیان کړي

د ایران سیستان-بلوچستان نقشه

د راپورونو له مخې د ایران د سیستان-بلوچستان ایالت په ساراوان ښار کې د سې شنبې)د کب ۵مه) په ورځ لږ تر لږه پنځه تنه تپيان شوي دي.

د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې تر پرونۍ نښتې یوه ورځ مخکې سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د تیلو پر قاچاق کوونکو ډزې کړې وې او څو تنه یې وژلي وو.

د همدې وژل شوېو شمېر هرانا خبري اژانس دوه تنه یادوي، خو یو شمېر سرچینې وایي چې تلفات تر لسو پورې رسېږي.

ایراني چارواکو د پرونۍ نښتې تایید نه دی کړی.

ناسا د مریخ له سیارې ثبت شوي لومړني غږونه خپاره کړل

د ناسا مرکز کې د مریخ انځورونه

د امریکا د فضایي څېړنو د ادارې، ناسا ساینس‌پوهانو د مریخ له سیارې ثبت شوي لومړني غږونه خپاره کړي دي.

دغه غږونه بېرته ځمکې ته هغې متحرکې وسیلې را استولي چې تېره اوونۍ مریخ ته د ناسا له‌خوا استول شوې فضایي بېړۍ هغه د دې سیارې سطحې ته کوزه کړې ده.

دغه غږونه چې ناسا تېره شپه خپاره کړي، د باد شنیډا او د سیلۍ غږ ته ورته دي.

د مریخ د سیارې اتموسفیر ته د رسېدو لپاره د ناسا فضایي بېړۍ شاوخوا اووه میاشتې مزل وهلی دی.

د ازادي راډیو موندنې؛ د ازبکستان ولسمشر ته په پټه یو تفریحي ځای جوړ شوی

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف

د ازادي راډیو د یوه څېړنیز راپور موندنې ښیي چې د ازبکستان یوې دولتي کمپنۍ په پټه د دې هېواد ولسمشر شوکت میرضیایف ته یو غرنی عصري تفریحي ځای جوړ کړی دی.

دغه څېړنه چې د ازادي راډیو د ازبکستان څانګې ترسره کړې او موندنې یې نن خپرې شوي، له چارواکو، د سیمې اوسېدونکو او هغو ساختماني کارګرانو سره چې د دغه عصري کمپلېکس په جوړولو کې یې مرسته کړې ده، د مرکو په اساس ترسره کړې ده.

دغه استراحت ځای د ازبکستان په لوېدیځ تین شان غرنۍ سیمه کې د یونېسکو له‌خوا یوې خوندي سیمې ته نږدې جوړ شوی دی.

یو شمېر سرچینو پر دغه استراحت ځای د مصرف شویو پیسو اندازه سوونه ملیونه ډالره ښودلې.

ویل شوي چې د دغه کمپلېکس پر پلان د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ د میاشتې له لومړیو یعنې دوه میاشتې وروسته تر دې چې میرضیایف قدرت په لاس کې واخلي، کار پیل شوی و.

کاناډا اویغوریانو سره د چین چلند نسل وژنه بللې

د چین ایغوریان

د کاناډا پارلمان له اویغور مسلمان اقلیت سره د چین د حکومت چلند جینوسایډ یا د یوه نسل ګڼه وژنه بللې ده.

په دې اړه د کاناډا د پارلمان له رای اخېستو، څو ساعته مخکې پېنکېنګ ادعا وکړه چې په شینجن ایالت کې له اویغور اقلیت سره د چین د حکومت چلند په دې هېواد کې د بشري حقونو د پرمختګ یوه ځلانده نښه ده.

خو د کاناډا پارلمان په خپل پرېکړه لیک کې چې پرون د رایو په اکثریت تصویب شو، ویلي دي چې اویغوران له نسل وژنې سره مخامخ دي.

د چین او کاناډا اړیکي په وروستیو څو کلونو کې ترینګلي وو او اټکل کېږي چې ښايي د کاناډا د پارلمان دا اعلان د چین غوسه لازیاته کړي.

د کاناډا صدراعظم جسټین ټرودو تېره اوونۍ وویل، په شینجېن کې له بشري حقونو د سرغړونو د پام وړ راپورونه ترلاسه شوي، د بشري حقونو نړیوالې ډلې وايي چې په چین کې شاوخوا یو میلیون اویغوران او نور مسلمانان په جبري کمپونو کې اچول شوي دي.

چین دا انتقادونه رد کړي دي او وايي چې د شینجین مسایل د چین کورني مسایل دي او دا کمپونه د افراطيت پرضد د مبارزې لپاره جوړ شوي چې د ځوانان له افراطیته ژغوري.

بایډن: د کووېد ۱۹ له کبله د ۵ لکو کسانو مړینه وېروونکې غمیزه ده

ولسمشر جوبایډن

ولسمشر جوبایډن په متحدو ایالاتونو کې د کووېد ۱۹ ناروغۍ له کبله د څه باندې پنځه لکه کسانو مړینه یوه وېروونکې غمیزه او بوږنوونکې مرحله بللې او د هېواد له خلکو یې غوښتي دي چې د دې وبا پرضد په مبارزه کې یو موټی شي.

ښاغلي بایډن چې د خپلې کورنۍ غړي یې په تېرو کلونو کې له لاسه ورکړي تېره شپه په یوه ټلوېزیوني وینا کې خپل ویر ته اشاره وکړه او پر امریکایانو یې غږ وکړ چې د خپلو تللو عزیزانو یاد ته درناوی ورکړي او په یاد یې وساتي.

هغه له امریکایانو وغوښتل چې هوښیار واوسي، ټولنیز واټن وساتي، ماسکونه واغوندي او په خپل وار واکسین وکړي.

د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرنو له مخې په متحدایالاتونو کې د کووېد-۱۹ ناروغۍ له کبله د مړینو شمېر ۵۰۰۲۳۶ کسانو ته رسېدلې او په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له اته ویشت میلیونه یو سل او اته اتیا زرو ۲۸۱۸۸۰۰۰ اوښتی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG