د افغانستان کرکټ بورډ وایي، په افغان لوبغاړو کې یې داسې توپ اچوونکی یا باولر موندلی چې د توپ اچوونې سرعت یې ۱۴۰ ته رسېږي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن پنجشنبه (د سلواغې ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل، د چټک توپ اچوونکو د موندلو په دوو پړاونو کې یې ۷ داسې توپ اچوونکي موندلي چې د توپ اچوونې سرعت یې له ۱۳۵ پورته ان تر ۱۴۰ پورې رسېږي.
دغه باولران ۴ يې د اوسني پړاو او ۳ يې د مخکنۍ پروسې څخه غوره شوي چې د کرکټ بورډ له قوله، د لا روزنې په موخه يې هندوستان ته لېږي.