د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۳:۰۲

کابل کې د موی تای سیالۍ د ٤٠ ورزشي کلپونو ترمنځ ترسره کېږي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې په کابل کې د موی تای سیالۍ پیل شي.

د افغانستان د موی تای فدراسیون رئیس امیرحسین حسیني نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې د دې سیالیو له جوړولو هدف د لوبغاړو د مهارتونو لوړول او د ورزشکارانو د سولې غږ اوچتول دي.

ښاغلی حسیني وویل چې دغه سیالۍ د یوې ورځې لپاره د جمعې په ورځ د ٤٠ ورزشي کلپونو او د ٨٠ لوبغاړو ترمنځ ترسره کېږي.

د افغانستان د موی تای فدراسیون تېره اوونۍ هم د موی تای نړېوالې ورځې په مناسبت سیالۍ ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG