نړۍ
اسرائیلي پلاوى په اماراتو کې د وسلو نندارتون ته نه ځي

اسرائیل پرېکړه وکړه، چې په متحده عرب اماراتو کې د وسلو نندارتون ته خپل پلاوى ونه لېږي.
د اسرائیل دفاع وزارت پرون د دغه اعلان پر مهال وویل، دا پرېکړه وروسته تر دې وشوه، چې د کرونا ویروس له کبله د لګول شویو محدودیتونو په لړ کې د اسرائیل نړیوال هوايي ډګر وتړل شي.
د فضايي تحقیقاتو او رافائل عصري دفاعي سیسټمونو دولتي کمپنۍ په ګډون د اسرائیل ګڼو کمپنیو غوښتل چې په اماراتو کې راتلونکې اوونۍ د (IDEX) په نوم د وسلو په نندارتون کې برخه واخلي.
دا وروسته له هغې چې تېر میلادي کال د امریکا په منځګړیتوب د اسرائیل او متحده عرب اماراتو ترمنځ د اړیکو د بېرته اعادې پرېکړه وشوه، لومړی وار و، چې اسرائیل په دغسې یوه مناسبت کې برخه واخلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
امریکا د سوریې ختیځ کې د ایران پلوه ملېشو پر مرکزونو هوایي بریدونه کړي

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، د سوریې په ختیځ کې د عراق پولې ته نږدې یې د ایران پلوه ملېشو پر مرکزونو هوایي بریدونه کړي دي.
پنټاګون پرون (د فبرورۍ په ۲۵مه) یوه خبرپاڼه کې وویل، دا هوایي ګزارونه د هغو راکټي بریدونو په ځواب کې شوي چې روانه میاشت په عراق کې د امریکایي او ائتلافي ځواکونو پر یوې اډې وشول.
په خبرپاڼه کې راغلي "دا عملیات یو ښکاره پیغام لېږدوي، ولسمشر جو بایډن به داسې کار کوي چې امریکایي او ائتلافي پرسونل خوندي کړي".
د امریکا دفاع وزارت وایي، د هوایي بریدونو پر مهال د سوریې او عراق پر پوله څو هغه مرکزونه په نښه شوي چې د کتایب حزبالله او کتایب سیدالشهدا ډلو په ګډون ایران پلوه ملېشو کارول.
په هغه برید کې چې د فبرورۍ په ۱۵مه د ایربيل پر نړیوال هوایي ډګر وشو، د امریکا یو ملکي قراردادي ووژل شو او یو امریکایی او یو د ائتلافي ځواکونو سرتېری پهکې ټپيان شول.
تر دې وروسته په بغداد کې پر یوې امریکایي اډې او دغهراز د امریکا پر سفارت د توغندیو برید شوی دی.
پاکستان ته 'د ترهګرو د مالي ملاتړو له نوملړه' د وتلو لپاره مهلت وټاکل شو

پر پیسو مینځلو د څار یوه نړیوال بنسټ پاکستان ته مهلت ورکړی چې تر جون میاشتې پورې د ترهګرو د مالي ملاتړو هېوادونو له نوملړ نه ووځي.
د مالي اقدام ځانګړې ډلې (FATF) پرون پنجشنبه اعلان وکړ چې پاکستان د دوی د ۲۷ سپارښتنو له ډلې په ۲۴ هغو کې پرمختګ کړی دی.
په پاریس کې مېشت دغې ډلې د یوې درې ورځنۍ انلاین غونډې په پای کې ویلي، پاکستان باید د ترهګرو د تمویل په برخه کې درې پاته کمۍ هم لهمنځه یوسي.
د مالي اقدام ځانګړې ډلې په ۲۰۱۸ کال کې د پیسو مینځلو د بشپړ نهکنټرول او د ترهګرو د تمویل له کبله پاکستان په خپل خړ لېست کې شامل کړ.
په دغه لېست کې د پاکستان موجودیت دغه هېواد کې بهرنۍ پانګونه او سوداګري زیانمنه کړې ده.
د دغه بنسټ له اعلان وروسته پاکستان ویلي، ژمن دي چې د دغې نړیوالې ډلې سپارښتنې عملي کړي.
الکسي ناوالنۍ د مسکو له یوه بدنامه توقیفځایه لېږدول شوی

د روسیې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالنۍ د موتروسکایا تیشینا په نوم د مسکو له بدنام توقیفځایه لېږدول شوی دی.
د ناوالنۍ مدافع وکیل وادیم کوبزیف پرون د نورو جزئیاتو ورکولو پرته په ټویټر کې دا اعلان کړی دی.
د کرملېن منتقد ۴۴ کلن ناوالنۍ وروسته له هغې د جنورۍ پر ۱۹مه دغه بدنام توقیفځای ته اچول شوی و چې یوه قاضي په بېړه ترتیب شوې محاکمه کې د ۳۰ ورځو لپاره په توقیف کې د ناوالنۍ د ساتلو حکم ورکړ.
ناوالنۍ له جرمني د راستنېدو پر مهال د مسکو په یوه هوايي ډګر کې ونیول شو.
دی تر مسمومېدو وروسته چې ملامتي یې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین اچوي، جرمني ته د درملنې لپاره ولېږدول شو.
کرملېن د مسمومولو په قضیه کې خپل دخالت رد کړی دی.
د روسیې یوې محکمې د فبرورۍ میاشتې په لومړیو کې ناوالنۍ د اختلاس په تور په درې نیم کاله تعلیقي بند محکوم کړ.
د فبرورۍ پر ۲۰مهیې د خوشې کېدو لپاره درخواست رد شو، خو په زندان کې د هغه تېر کړي وخت ته په پام سرهیې د بند موده دوهنیمو کلونو ته راکمه شوه.
روسیه په سایبریا کې د یوه زندان د ساتونکو په اړه څېړنې پیل کړي

روسیه وايي په سایبریا کې یې د یوه زندان د نامعلوم شمېر ساتونکو په اړه څېړنې پیل کړې دي.
د روسیې د جزايي خدماتو فدرال ادارې دا اعلان وروسته له هغې کېږي چې په دې زندان کې د بندیانو د سختې شکنجې راپورونه خپاره شول.
دغې ادارې پرون پنجشنبه وویل، د ۱۰ هغو بندیانو په اړهیې هم څېړنې پیل کړي چې د ادعاوو له مخې دوی بل زنداني، طاهر جان باقییف شکنجه کړی دی.
د دې ادارې په خبره د شکنجو دغه موارد چې قومي انګېزه لري تأیید ته اړتیا لري.
د ګُلاګو ټکي نیټ (Gulagu.net) په نوم د بشري حقونو د ملاتړ ډلې په ډسمبر او روانه میاشت د ایرکوڅک (Irkutsk) سیمې په اصلاحي مرکزونو کې د شکنجې د دوو نورو پېښو راپور هم ورکړی دی.
د بشري حقونو د ملاتړ ډلو ته ځینو بندیانو ویلي، کله چې دوی نورو زندانونو ته هم لېږدول شوي، وهل شوي او شکنجه شوي دي.
د بندیانو په خبره د زندانونو ساتونکو هغه بندیان هم چې له مسؤلانو سره همکارۍ تهیې غاړه ایښې وه، په زوره اړ کړي چې په بلوا کې پر خپل دخالت اعتراف وکړي.
د جانسن انډ جانس کمپنۍ کرونا ویروس ضد واکسین د تأیید په درشل کې دی

د امریکا د روغتیايي قوانینو اداره وايي، د کرونا ویروس پر ضد د جانسن انډ جانسن کمپنۍ لهخوا جوړ شوی واکسین د تأیید په درشل کې دی.
د امریکا د خوړو او درملو د قوانینو اداره وايي، دا واکسین چې یوازې یو دوز ورکول کېږي د کرونا د مقاومو بڼو پر وړاندې وجود خوندي کوي.
تمه ده چې د روغتیا متخصصان به د جانسن انډ جانسن د واکسین د اغېزو د څرنګوالي په اړه د اوونۍ په پای کې خبرې وکړي.
امریکایي ساینسپوهانو پرون تأیید کړه چې د درمل جوړولو د دې شرکت واکسین خوندي دی او د کرونا د عادي او مقاومې بڼې پر وړاندې په سلو کې ۶۶ او د دې ناروغۍ د تر ټولو جدي بڼې پر وړاندې په سلو کې ۸۵ اغېزمن دی.
دې ادارې همداراز د فایزر او بایو اېن تیک کمپنیو د واکسین په اړه چې تطبیقیې اوسمهال روان دی هم امېدواروونکي معلومات خپاره کړي دي.
فېسبوک د میانمار د پوځ ټول اړوند حسابونه بند کړل

فېسبوک د میانمار د پوځ ټول اړوند حسابونه بند کړي او د دې کار علتیې د کودتا ضد معترضانو پر وړاندې د پوځ ځپونکي اقدامات یاد کړي.
په میانمار، پخوانۍ برما کې کړکېچ وروسته له هغه پیل شو چې پوځ د فبرورۍ په لومړۍ نېټه کودتا وکړه او د حکومت مشره انګ سان سوچي او د هغې د ګوند د مشرتابه ډېری غړي یې ونیول.
د فېسبوک د دې اقدام په اساس د میانمار د پوځ ټول اړوند حسابونه هم پر فېسبوک او هم پر انستاګرام له اوسه بند شوي. د فېسبوک ادارې په یوه بیان کې ویلي دي چې د میانمار د کودتا له پیله ټول جریانات چې مرګونی تاوتریخوالی هم پهکې دی، د دې بندیز باعث شول.
د ارمنستان صدراعظم او پوځ تقابل؛ پاشینیان خلکو ته د کرارۍ سپارښتنه وکړه

د ارمنستان صدراعظم وروسته له دې چې پوځیې په کودتا تورن کړ، خلکو ته د کرارۍ سپارښتنه وکړه.
نیکول پاشینیان نن وروسته له دې چې پوځ د ده د استعفا غوښتنه وکړه د خپلو پلویانو په ملګرتیا د پلازمېنې ایروان واټونو ته ووت. هغه له سرتېرو وغوښتل چې خپلو دندو ته دوام ورکړي او د هېواد ساتنه وکړي.
پاشینیان د ایروان په جمهوریت چوک کې شاوخوا ۲۰ زره کسانو ته په وینا کې وویل چې ارمنان به پوځ ته اجازه ورنهکړي چې پر هېواد واک وچلوي.
د ارمنستان د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز د معلوماتو څانګې نن په یوه بیان کې وویل چې له پاشینیان څخه د استعفا غوښتنې علت د مرستیال لوی درستیز د لیرې کولو د پرېکړې پر وړاندې اعتراض دی.
پاشینیان مخکې له دې په یوه وېډیويي پیغام کې د خپلو اقداماتو دفاع وکړه: "ما پرون او نن پرېکړه وکړه چې مرستیال لوی درستیز او لوی درستیز له دندې ګوښه کړم. ما ټول لازم اسناد لاسلیک کړل چې ورپسې د لوی درستیز دفتر یو بیان خپور کړ چې پوځ زما د استعفا غوښتنه پهکې کړې."
د قفقاز په دې هېواد کې چې یوازې څو میاشتې مخکې یې له اذربایجان سره جګړه وکړه، دې ناکرارۍ د سیمې هېوادونه اندېښمن کړي.
مسکو چې د ایروان متحد دی ویلي دي چې په ارمنستان کې د چټکو بدلېدونکو جریاناتو له کبله اندېښنه لري. کرملېن له دواړو خواو غوښتي دي چې د زور له کارولو ډډه وکړي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین یو قانون توشیح کړ

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هغه قانون توشیح کړ چې د بهرنیو عواملو له لانجمن قانونه د سرغړونکو د جریمې مسئله او هم لکه د کرملین د منتقد الکسي ناوالنۍ په ملاتړ د غیر قانوني مظاهرو لپاره د مالي ملاتړ او د قانون د تنفیذ ځواکونو له اوامرو د سرغړونې اړوند قوانین، پیاوړي کوي.
د دغه قانون له مخې چې پوتین پرون لاسلیک کړ، د بهرنیو عواملو له لوري د هغو معلوماتو د خپرېدو پر وړاندې چې د برابرونکو نوم او هم دا چې هغه د چا له خوا خپريږي، نه وي اخېستل شوی، یو فرد ته تر دوه نیم زره روبلو چې ۳۴ ډالره کېږي او ادارې ته تر پنځه لکه روبلو چې ۶۷۲۰ ډالره کېږي، جریمه ټاکل شوې ده.
دغه قانون پر ټولو بهرنیو عواملو یا د بهرنیانو پر استازیو که هغه یو فرد یا ډله ییزه رسنۍ وي، یو شان پلی کېږي.
په روسیه کې د ازادي راډیو د روسیې څانګې پر فعالیت هم د روسیې دغه لانجمن قانون اغېز کړی دی.
د امریکا ولسمشر بایډن د ټرمپ یو اجرائیوي فرمان لغوه کړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه اجرائیوي فرمان لغوه کړ چې له مخې یې ډېرهغه کسان متحدو ایالاتونو ته له تلو منع شوي وو چې د ګرین کارټ یا په امریکا کې د اوسېدو لپاره یې غوښتنلیکونه سپارلي وو.
ټرمپ دغه بندیز تېر کال لګولی و او ویلي یې و چې دا کار د دې لپاره کوي چې د امریکایي کارګرو کارونه چې ډېری یې د کرونا د خپرې شوې وبا له امله بې کاره شوي دي، خوندي کړي.
ټاکل شوې وه چې دغه بندیز د تېر کال په وروستیو کې پای ته ورسېږي خو ټرمپ هغه د خپلې ولسمشرۍ د دورې په وروستیو اونیو کې د مارچ د میاشتې ترپایه پورې تمدید کړی و.
د مهاجرت د چارو وکیلانو ویلي چې د دغه فرمان له مخې د ډېرو مهاجرینو ویزې بندې شوې وې.
مهاجرنیو دغه راز نه شوای کولای چې د خپلې کورنۍ غړي متحده ایالتونو ته تر هغو ور وغواړي څو چې د امریکا تابعیت یې ترلاسه کړی نه وي.
بایډن هغه فرمان کې چې پرون یې ورکړی او پخوانی د ټرمپ یې لغوه کاوه ویلي، د هغو کسانو پر وړاندې چې غواړي په قانوني توګه متحدو ایالاتونو ته مهاجرت وکړي، د ور تړل د دې هېواد ګټې نه خوندي کوي.
بُرنز: د امریکا پر وړاندې لویه جیوپولټیکي ازموینه به د چین له لوري وي

د امریکا د ولسمشر جو بایډن له خوا د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا 'CIA' د ریاست لپاره نومول شوی ویلیام بُرنز وایي، د متحدو ایالتونو پر وړاندې تر ټولو لویه جیوپولټیکي ازموینه به د چین له لوري وي، خو روسیه هم یو ګواښ بلل کېږي.
بُرنز دغه څرګندونې پرون چهارشنبه (د کب ۶مه) د امریکا د سنا جرګې د استخباراتو کمېټې یوې استماعیه غونډې ته چې د هغه د تاییدېدو پر مسئلې خبرو ته ځانګړې شوې وه، وکړې.
هغه چین د امریکا ضد داسې یو ځواک وباله چې هڅه کوي د معنوي ملکیت د غلا کولو، پر خپلو خلکو د فشارونو او په متحده ایالاتونو کې د خپل نفوذ د زیاتولو له لارې خپل قدرت لا پیاوړی کړي.
نوموړي زیاته کړه چې د اقلیم د بدلون په څېر موضوعاتو کې کیدای شي له پېکنګ سره کار وشي.
بُرنز د روسیې له خوا ګواښ هم جدي او ورانونکی وباله او زیاته یې کړه، څو چې د دې هېواد ولسمشر ولادمیر پوتین په واک کې وي، همکاري به ورسره ډېره محدوده وي.
تمه ده چې ۶۴ کلن کلن ویلیام بُرنز به چې له ایران سره یې په پټه خبرې کړې وې چې په نتیجه کې یې له دې هېواد سره د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون لاسلیک شو، په اسانۍ د دغې څوکې لپاره تایید شي.
هسپانوي پولیسو د انسانانو د قاچاق په شک ۱۴ کسان نیولي

د هسپانیا پولیسو پرون چهارشنبه(د کب ۶مه) د انسانانو د قاچاق په شک د ۱۴ کسانو د نیولو خبر ورکړ.
د پولیسو په خبره دغو کسانو تر ۲۰۰ زیات کسان کاناري ټاپوګانو ته په قاچاقي ډول لېږدولي دي.
په دې ډله کې د یوه ۹ کلن ماشوم هغه درې کسان هم شامل وو چې د سفر پر مهال مړه شوي دي.
د هسپانیا پولیسو په یوه اعلامیه کې وویل چې پناه غوښتونکو ۱۳ کسان او یوه ښځه د پناه غوښتونکو د قاچاق تنظیموونکي بللي دي.
ویل شوي چې مشکوک کسان د ۱۹ او ۴۵ کلونو ترمنځ عمرونه لري چې د مراکش، مالي، ګامبیا، موریتاني او ګینه هېوادونو وګړي دي.
د روسیې ولسمشر خپل قرغزستاني سیال سره پر دوه اړخیزو اړیکو وغږېد

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د هغه قرغزستاني سیال صدر جباروف پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.
په مسکو کې دواړه مشرانو پرون چهارشنبه (د کب ۶مه) په خپلو کې په داسې حال کې خبرې وکړې چې قرغزستان په وروستیو کې له سیاسي بحرانه وتلی دی.
جباروف چې د جنورۍ پر ۱۰مه د ولسمشر په توګه وټاکل شو، پرون چهارشنبه د روسیې پلازمېنې مسکو ته ورسېد.
د قرغزستان ولسمشر له پوتین سره د کتنې پر مهال وویل، له شک پرته د قرغزستان د ولسمشر په توګه زما لومړی بهرنی سفر روسیې ته دا جوتوي چې زموږ د ملتونو ترمنځ په لوړه سطحه دوه اړخیزې اړیکې شته.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هیله وښوده چې په قرغزستان کې به سیاسي بحران پای ته ورسېږي.
جرمني کې یو عراقی ملا د ترهګریز سازمان د ملاتړ په جرم په بند محکوم شو

د جرمني محکمې یو عراقی ملا چې ویل کېږي دغه هېواد کې د داعش ډلې عملیاتي مشر و، د ترهګریز سازمان د ملاتړ په جرم، په ۱۰ کاله او شپږ میاشتې حبس محکوم کړ.
محکوم شوی کس احمد عبدالعزیز عبدالله عبدالله نومېږي چې په ابووالا مشهور دی.
نوموړی د هغې جهادي شبکې په مشرۍ تورن دی چې اروپا کې ځوانان سخت دریځۍ ته هڅوي او عراق او سوریې ته د هغوی په سفرونو کې مرسته کوي.
محکمې دغه ۳۷ کلن سړی یوه ترهګریز بهرني سازمان کې د غړیتوب، د تاوتریخجنو طرحو له جوړولو سره د مرستې او د ترهګرۍ د تمویل په خاطر مجرم پېژندلی دی.
د سل (Celle) ښار په دې محکمه کې درې کسان نور هم په اته اته کاله بند محکوم شول.
امریکا بېرته د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا ته ورګرځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، هېواد بهیې بېرته د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا ته راوګرځي.
د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره درې کاله وړاندې، د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې له دې نړیوالې شورا وتلې وه.
همدې میلادي میاشت کې د جو بایډن اداره د دغې شورا د څارونکي په توګه بېرته دغه بنسټ کې شامله شوه.
د ملګرو ملتونو عمومي مجمع د دغې شورا د درې کلني غړیتوب لپاره هر کال په اکټوبر میاشت کې ټاکنې ترسره کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: کرملېن دې ناوالنۍ بېقید او شرطه خوشې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د کرملېن د منتقد الکسي ناوالنۍ د ژر تر ژره او بېقید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
انتوني بلېنکن نن (چهارشنبه) په جنوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا انلاین غونډې ته په یوه ثبت شوي پیغام کې وویل: "موږ یو ځل بیا د روسیې له دولته پر خپلې غوښتنې ټینګار کوو، دوی دې الکسي ناوالنۍ او دغهراز د روسیې سلګونه نور اوسېدونکي چې له خپلو حقونو نه د ګټې اخیستنې په خاطر په ناحقه نیول شوي، ژر او له قید او شرط پرته خوشې کړي."
الکسي ناوالنۍ چې تېره میاشت له جرمني مسکو ته د ستنېدو پر مهال نیول شوی، تورن دی چې جرمني کې یې د مشروطې ازادۍ اصول نقض کړي دي.
پر ده دغه راز تور دی چې د دویمې نړیوالې جګړې یوه سرتیري پسې یې تهمت کړی دی.
ښاغلي ناولنی ویلي، پر ده لګول شوي تورونه سیاسي انګیزه لري.