د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

د "اى پي ايل" د څوارلسم پړاو سیالیو بولي چيناى کې ترسره کېږي


ار
ار

ټاکل شوې چې د ۲۰۲۱م، کال د هند غوره لیګ ای پي ایل څوارلسم پړاو سیالیو بولي د پنجشنبې په ورځ د هند په چینای ښار کې ترسره شي.

ای پي ایل د نړۍ یو مشهوره لیګ دی، چې د هند او د نړۍ ډېر شمېر لوبغاړي په دغه لیګ کې د لوبېدو لپاره لیوالتیا لري.

په یاد تجارتي لیګ کې تر ټولو ځوان افغان لوبغاړی نور احمد لکڼوال دي، چې د لومړي ځل لپاره به د اي پي ایل سیالیو کې بولۍ ته وړاندې شي.

په دغه لیګ کې د نورې نړۍ د لوبغاړو ترڅنګ د افغان لوبډلمشر اصغر افغان په ګډون دېرشو افغان لوبغاړو هم دغې بولۍ ته نوم لیکنه کړې وه، چې له دېرش افغان لوبغاړو یوازې اوه لوبغاړي مجیب ځدران، نوراحمد لکڼوال، قیس احمد، کریم جنت، رحمان الله ګربز، فصل الحق فاروقي، او نوین الحق شارټ لیست شوي چې بولۍ ته به وړاندې شي.

نبي او راشد بیا خپلې پخوانی حیدراباد لوبډلې سره پاتې شوې دي، چې په څوارلسم پړاو کې به هم له همدې لوبډلې سره ولوبېږي.

د يادولو وړ ده، چې دیارلسم پړاو ای پي ایل سیالۍ د کرونا وبا له کبله په اماراتو کې تر سره شوې، چې د ممبي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

XS
SM
MD
LG