د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

راشد خان په "پي ايس ايل" کې د ګډون لپاره پاکستان ته ولاړ


راشد خان
راشد خان

افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی راشد خان د پاکستان په سوپر لیګ کې د ګډون په موخه هغه هېواد ته ولاړ.

دا لومړی ځل دی چې راشد خان د پاکستان په سوپر لیګ کې لوبېږي.

نوموړی د پي ایس ایل ډرافټ کې لاهور قلندرز لوبډلې اخیستی او په لوړ قیمت هم پېرل شوی دی.

راشدخان په خپل ټويټر کې لیکلي، کراچۍ ته روان دی او په لومړي ځل به د پاکستان سوپر لیګ کې ولوبېږي.

تر راشد خان مخکې نور احمدلکڼوال او مجیب الرحمن هم پاکستان ته تللي دي.

نور احمد د کراچۍ کنګز او مجیب الرحمن د پېښور زلمي لوبډلې لپاره لوبېږي.

د یادونې ده، چې د پاکستان سوپر لیګ د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه په کراچۍ ښار کې پیلېږي.

XS
SM
MD
LG