د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ له استیضاح کېدو برائت ترلاسه کړ.
د امریکا سنا جرګې پرون ډونالد ترمپ د بلوا پارولو له توره تبرئه کړ.
د سنا جرګې ۵۷ سناتورانو د ډونالد ټرمپ استیضاح کېدو ته رایې ورکړې، خو ۴۳ نورو د مخکېني ولسمشر له محکومېدو سره مخالفت وکړ.
د جمهوريپال ګوند ۷ سناتورانو په دې قضیه کې له ډیموکراتانو سره لاس یو کړ او د ټرمپ محکومیت تهیې رایې ورکړې.
ټرمپ په هغه صورت کې محکومېدای شوای چې د سنا جرګې له ۱۰۰ استازو څخه ۶۷ هغو یې د ده خلاف رایې کارولې وای.
د اقلیت جمهوريپال ګوند مشر میچ مککانل د رایو له اچول کېدو وروسته په سنا جرګه کې په وینا کې پر کانګرس د حملې په مهال د ډونالد ترمپ پر اقداماتو سخت انتقاد وکړ، ویېویل هېڅ شک نهشته چې مخکېنی ولسمشر له اخلاقي او عملي نظره د جنورۍ د شپږمې نېټې د پېښو مسؤل دی.
ده زیاته کړه، کومو کسانو چې د کانګرس پر ودانۍ یرغل ورووړ، ګومانیې کاوه چې د خپل ولسمشر په غوښتنه عمل کوي.
میچ مککانل په عین حال کې وویل چې ده د ډونالد ټرمپ نهاستیضاح کېدو ته رایه ورکړې ځکه چې نوموړی نور ولسمشر نهدی او یو عادي امریکايي تبعه دی او سنا جرګه له قانوني نظره د یوه پخواني چارواکي د استیضاح حق نهلري.
د جمهوريپال ګوند مشر په ضمني ډول وویل چې اوس ډونالد ټرمپ د یوه عادي وګړي په توګه محکمې ته بلل کېدای شي.
ډونالد ټرمپ د سنا جرګې له لوري د ده د استیضاح محاکمې د ردېدو په غبرګون کې یوه اعلامیه خپره کړه. په دې اعلامیه کې ده د دې موضوع د هرکلي ترڅنګ د هغو ټولو استازو مننه کړې چې د ده دفاعیې کړې ده.
د امریکا مخکېني ولسمشر همداراز ویلي، یو تاریخي، هېوادپالونکی او ښکلی عظمتیې بیا امریکا ته راګرځولی او په راتلونکو میاشتو کې به له خلکو سره ډېر شیان شریک کړي.
د امریکا د مخکېني ولسمشر د استیضاح دوهمه محاکمه تېره اوونۍ په سنا جرګه کې پیل شوه. دا د امریکا په سنا جرګه کې د استیضاح تر ټولو لنډه محاکمه وه.