د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ کب ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۵۲

خوست ته د غلام خان پر لارې تاجکستان لپاره لومړنۍ ټرانزیټي محموله ورسېده


د غلام خان له لارې لومړنۍ محموله

د جمعې په ورځ د پاکستان څخه په څو لویو موټرو کې د بېلابېیلو توکو لومړنۍ ټرانزیټي محموله د غلام خان له لارې خوست ته راورسېده.

د توکو یاده محموله چې غلام خان په لاره يې د ټرانزیټ ټول قانوني مراحل بشپړ شوي تمه ده، د افغانستان له لارې تاجکستان ته بېلابېل پاکستاني توکي ولېږدوي.

د یادو ټرانزیټي توکو د محمولې د هرکلي په خاطر غلام خان سیمې ته د خوست ولایت سلګونه خلک، په ولسي جرګه کې د دې ولایت استازي، د خوست او پکتیا واليان او د ځايي حکومتي ادارو ملکي او پوځي مسوولین ورغلي وو.

ملي سوداګر انور افغان چې د لومړنۍ ټرانزیټي محمولې توکي يې وارد کړي ازادي راډیو ته وویل، د لارې په ټرانزیټ کېدو سره دوی کولی شي، خپل مالونه د منځنۍ اسیا تر هېوادونو یوسي.

افغان سوداګر وايي ددې لارې په ټرانزیټ کېدو سره دوی کولی شي، خپل مالونه د منځنۍ اسیا تر هېوادونو یوسي.
افغان سوداګر وايي ددې لارې په ټرانزیټ کېدو سره دوی کولی شي، خپل مالونه د منځنۍ اسیا تر هېوادونو یوسي.

دی وايي، د دې لارې په ټرانزیټ کېدو سره د لارې په دې مسیر کې به ډېرو خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.

انور افغان زیاتوي:"زموږ لاره اوس نړیواله شوه، مخکې زموږ مالونه خوست، پکتیا او تر لوګره راتلل، اوس کولی شو، د تاجکستان، ازبکستان او نورو هېوادونو له سوداګرو سره ګډ کار وکړو، په دې کې د ټولنې هرې طبقې خلکو ته ګټه ده، په زرګونو خلکو ته به دلته د کار زمینه برابره شي."

د احمد زاهد شورش په نوم د ګمرک یو تن مسوول وویل، د ګمرک دا سیستم چې په غلام خان کې دی، تقریباً د نړۍ په ۱۱۰ هېوادونو کې پلی شوی او سټنډرډ ګمرکي سیسټم دی.

دده په وینا چې د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا هېوادونه د دې لارې په واسطه سره وصلېږي او دې سیستم څخه په دې ځای کې عملاً استفاده کېږي، له دې سربېره د افغانستان ۹۵ سلنه ګمرکونه په دې سیستم کې شامل دي.

د ګربزو ولسوالۍ قومي مشران هم په دې لاره د ټرانزیټي محمولې لېږدولو ته خوشاله دي او وايي، خلک به د تل په شان د دې لارې د امن په تامینولو کې خپلې مرستې ونه سپموي.

قومي مشر حفیظ الله جان وویل، دا لاره ډېر لرغونتوب لري او ده هغه وختونه هم په یاد دي چې په دې لاره به د څارویو په واسطه مالونه وړل او راوړل کېدل.

دی وايي، په دې خوشاله دي چې اوس په دې لاره منځنۍ اسیا هېوادونو ته د مالونو لېږد رالېږد پیل شو.

ملي سوداګر حاجي شهبار ګربز که څه هم د غلام خان په لاره د ټرانزیټي محمولې وړل، یو ښه پرمختګ ګڼي خو زیاتوي چې تراوسه هم ستونزې او نیمګړتیاوې په کې موجودې دي.

نوموړي زیاته کړه، د دې لارې سړک تنګ دی او د ټرانزیټ لپاره په کافي اندازه تاسیسات نه دي جوړ شوي.

په دې پار جوړې شوې غونډې ته د پکتیا والي محمدحلیم فدايي وویل، که د دې سیمې ولسونه یو بل سره وصل شي، نو په سیمه کې به فقر، غربت او نا امنۍ په خپله له منځه ولاړې شي: "ټولو ګاونډیانو ته چې غواړي، دوی هم د عزت څښتنان شي او هلته هم مشکلات نه وي او د فقر او بیچاره ګۍ نه وژغورل شو، هغوی دې پریږدي چې دغه ولسونه سره وصل شي، تجاران سره وصل شي او بالاخره افغانستان د سیمې لپاره د یو پُل حیثیت خپل کړي."

د کارپوهانو په وینا چې غلام خان لاره کراچۍ څخه د نورو لارو پرتله کابل ته ۴۶۱ کیلومتره نږدې ده او په دې لاره سوداګري تجارو ته په ګټه تمامیږي.

د خوست او لويې پکتیا اوسیدونکو په وروستیو دوه لسیزو کې په پرله پسې توګه د غلام خان لارې د ټرانزیټ کېدو غوښتنې کړي دي.

XS
SM
MD
LG