د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۳۱

په خوست کې ۲۴۲ پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د چهارشنبې (د سلواغې ۲۲مه) په ورځ په خوست کې ۲۴۲ پرمختیايي پروژې چې ټول ورباندې ۷۵۹ میلیونه افغانۍ لګښت شوی او کارونه يې بشپړ شوي، ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

د یادو پروژو د پرانېستې په موخه جوړې شوې غونډې ته د افغانستان د کليو پراختیا او بیارغونې سرپرست وزیر پوهندوی مجیب الرحمان کریمي وویل، په یادو پروژو کې ۴۵ د ښوونځیو د ودانیو او ۱۹۷ نورې پرمختیايي پروژې شاملې دي.

نوموړي زیاته کړه، په نږدې راتلونکې د داخلي بې ځایه شوېو او راستنېدونکو لپاره یو بل پروګرام پیلېږي چې ۳۰ زره کسانو ته به په کې د لاس مزدوري برابره شي.

ښاغلي کریمي زیاته کړه: "نن ۲۴۲ پروژې تکمیل دي او پردې ۷۵۹ میلیونه افغانۍ لګښت شوی، ۲۴۴ زره کاري ورځې خلکو ته ایجاد شوې، د دې تر څنګ ۲۵۶ وړې او منځنۍ پروژې نن په خوست کې تر کار لاندې دي چې ۹۲۲ میلیونه افغانۍ ورباندې لګښت کېږي. "

خوست ته په ورغلي پلاوي، کې د پوهنې سرپرست وزیره رنګینه حمیدي او په ولسي جرګه کې د دې ولایت یو شمېر استازي هم شامل دي.

خوستیو ویناوالو د افغان حکومت د کابینې دواړو سرپرست وزیرانو ته په دې ولایت کې یو شمېر مهمې اړتیاوې په ګوته کړې او له دوی يې وغوښتل چې په خپله برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د خوست والي مهمند کټوازی
د خوست والي مهمند کټوازی

خوست والي مهمند کټوازي په ځانګړي ډول د ښوونکو د کمښت او یو شمېر ولسوالیو کې د لږو رغنیزو پروژو یادونه وکړه.

ښاغلي کټوازي زیاته کړه: "خوست ډېر زیات مشکلات لري، د ښوونکو کمښت، د ښوونځیو کمښت، د ښوونځیو د ودانیو کمبود، په خپله د پوهنې د برخې د کارمندان کمښت به د معارف مسوولین شریک کړي، همدارنګه د کليو پراختیا وزیر ته زیات احتیاج لرو، په ولسوالیو کې له ځاځي میدان نیولې، تر موساخېلو او تڼیو ډېرې ستونزې دي چې دا د دوی د پروګرامونو سره تړلي دي. "

د پوهنې وزیره رنګینه حمیدي
د پوهنې وزیره رنګینه حمیدي

د پوهنې وزیرې رنګینه حمیدي غونډې ته په خبرو کې د خوست د مشرانو له خوا د ښوونکو د کمښت د ستونزې په ځواب کې وویل چې دا مسئله به ولسمشر سره شریکه کړي او په دې برخه کې شته نیمګړتیا ته به حل لاره ومومي.

نوموړې زیاته کړه:​ "راشئ بچیانو ته زمینه برابره کړو، دا مور وعده او ژمنه درسره کوي چې د معلمانو د کمبودی ضرورت وي، راويې ښيئ، هر څومره چې تشکیل ضرورت وو، زه شخصاً رئیس صیب جمهور سره دا وخت اخلم چې خوست ته له خیره په کافي اندازه معلمانو د تقرر امر راکړي. "

ټاکل شوې راغلی پلاوی به د پنجشنبې په ورځ د خوست د نمونوي لېسې د نوي کمپلېکس په ګډون یو شمېر بشپړې شوې پروژې پرانیزي.

XS
SM
MD
LG