د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۰۵

کابل کې د لوړ عمر لرونکو د وشو ژمنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په کابل کې د لوړ عمر لرونکو د وشو ژمنۍ سیالۍ چې پرون سې شنبې (د سلواغې ۲۱مه) پیل شوې وې نن چهارشنبه پای ته ورسیدې.

د افغانستان د وشو فدراسیون مشر سید رحمان یورش نن چهارشنبه (د سلواغې ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل، په دې سیالیو کې د کابل په ګډون له لسو ولایتونو ۱۲۰ لوبغاړو ګډون کړی وو چې له دې ډلې ۴۴ غوره لوبغاړې وټاکل شول.

د ښاغلي یورش په خبره، د دې لوبو موخه د وشو لوبې پراختیا او د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

نوموړی زیاتوي، دا ټاکل شوې ۴۴ لوبغاړي به د کب میاشتې په درېیمه یو بل پړاو لوبو کې ګډون کوي چې په پایله کې به ۱۱ لوبغاړي ټاکل کېږي، څو ژوندۍ لوبو کې د ګډون جواز ترلاسه کړي.

د ښاغلي یورش په خبره، دا سیالۍ په ۱۱ وزني کټګوریو کې ترسره شوې.

XS
SM
MD
LG