د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۲:۰۶

اېشیا ټایمز: ایا بایډن کولای شي چې له افغانستانه امریکایي ځواکونه وباسي؟


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • اېشیا ټایمز

ایا بایډن کولای شي چې له افغانستانه امریکایي ځواکونه وباسي؟ دا د هغه مطلب سرلیک دی چې په اېشیا ټایمز ورځپاڼه کې خپور شوی.

د مطلب لیکوال وایي، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د فبرورۍ په څلورمه د هېواد د بهرنۍ پالېسۍ په اړه وینا کې د افغانستان یادونه وکړه.

په دې وروستیو کې د افغانستان د مطالعاتو ډلې د امریکا کانګرس ته په یوه نوي راپور کې وړاندیز کړی چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر دې وغځوي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د تېر کال د فبرورۍ د موافقې له مخې ټول امریکایي سرتېري به تر مې میاشتې پورې له افغانستانه په دې شرط ووځي چې طالبان د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې او له القاعده سره د اړیکو د شلولو په اړه په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د مطلب لیکوال ویلي چې که په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمېدا بهیر او په قطر کې بین‌الافغاني خبرې ناکامې شي، احتمال شته چې افغانستان له کورنۍ جګړې سره مخ شي.

لیکوال په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې له لاسلیکه نیولې، د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو د بهیر او د افغانستان د امنیتي وضعیت پېښو ته کتنه کړې.

لیکوال په ټوله کې داسې نتیجه اخلي چې بالاخره بایډن ښایي په نه‌لېوالتیا په افغانستان کې د متحده ایالاتو د پوځي حضور دوام ته د وضعیت د ښه کېدو په هیله، غاړه کېږدي.

  • سټارز اند سټرايپس

یوه افغان پیلوټ امریکا ته د تلو لپاره بیا د پناه اخیستو غوښتنه کړې ده. سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې د پیلوټ محمد نعیم اسدي د مدافع وکیل له قوله ویلي چې د امریکا حکومت‌یې د پناه اخیستو پر غوښتنې غور کوي.

اسدي د هلیکوپټر پیلوټ دی چې د راپورونو له مخې تېر کال‌یې د یوه امریکایي ژوند ژغورلی و، خو ورځپاڼه وړاندې لیکي چې د امریکا دفاع وزارت تېر کال ویلي و چې متحده ایالاتو ته د اسدي او د هغه د کورنۍ د تلو ملاتړ ځکه کوي چې ممکن طالبان هغه ووژني، خو وروسته پنټاګون خپله پرېکړه بدله کړه او ویې‌ویل چې له لوړپوړو چارواکو سره په دې اړه مشوره نه‌وه شوې.

د سټارز اند سټرایپس په لیکنه په تېرو څو اوونیو کې د هدفي وژنو په ترڅ کې دوه افغان پیلوټان ووژل شول، یو په کندهار کې او بل په کابل کې.

د ورځپاڼې په دوام کې لولو چې متحده ایالاتو په افغانستان کې د هوایي ځواکونو د پیاوړتیا او پراختیا پر چارو ملیاردونه ډالر لګولي، خو د لیکوال په باور وروستۍ وژنې هغه ګواښونه په ډاګه کوي چې افغان پیلوټان ورسره مخامخ دي.

سټارز اند سټرایپس لیکي، اسدي تېره جمعه ویلي و چې هیله‌من دی یوه ورځ وکولای شي چې له خپلې مېرمن او څلور کلنې لور سره امریکا ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG