د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

د هرات د وزن پورته کوونکو منتخب ټیم وټاکل شو


د افغانستان په عمومي نقشه کې د هرات ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د هرات ولایت موقعیت

هرات د وزن پورته کوونکو منتخب ټیم وټاکل شو.

د هرات د ورزش ادارې مدیر ضیالحق ضیا ازادي راډیو ته وویل، په هغو ټاکنیزې لوبو کې چې پرون پیل شوې وې او نن سهار پای ته ورسېدې، ۲۰ وزن پورته کوونکو لوبغاړو په کې ګډون کړی و.

ښاغلي ضیا وویل، په دې سیاليو د ۵۶-۶۲، ۷۳-۸۱، ۱۰۲ کیلو ګرامه وزن درلودونکو او په بېلابېل عمر لرونکو لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې.

د نوموړي په خبره، په دغو لوبو کې طیب صدیقي د ۱۸۶ امتیازو ترلاسه کولو سره لومړی مقام، میلاد عزیز د ۱۵۵ امتیازو په ترلاسه کولو سره دوهم مقام ترلاسه کړ.

دغه راز فایق بارکزي، محمدرحیم پوپل، مصطفی نبي زاده، علي اقا ابراهیم زاده، او حبیب الله اسحاقزی په ترتیب سره له دریم تر اووم ځايونه خپل کړل.

په پایله کې ياد اووهو تنه په بېلابېلو امتیازونو سره د وزن پورته کولو منتخب ټیم ته وټاکل شول.

XS
SM
MD
LG