د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

"حکومت جلال اباد کې اسناد لرونکي او بې اسناده ټولې رکشاوې درولي"


جلال اباد کې درول شوې رکشاوې
جلال اباد کې درول شوې رکشاوې

د ننګره په مرکز جلال اباد کې رکشا چلوونکي وایي، حکومت اسناد لرونکي او نه لرونکي ټولې رکشاوې نیسي چې دې سره به زرګونه کسان بې روزګاره شي.

سبحان الله د جلال اباد ښار یو رکشا چلوونکی وایي، که څه هم رکشا یې قانوني اسناد لري، خو ۸ ورځې وړاندې پولیسو ترې رکشا درولې او د بېرته راخوشې کېدو لپاره یې شېبې شماري.

دی سره له دې چې ښار کې د نظم راوستو په پار د پولیسو دا چاره پرځای ګڼي، خو زیاتوي چې که داسې په ورځو-ورځو د خلکو رکشاوې درول کېږي، نو ګڼ خلک به د بې روزګارۍ له کبله له ستونزو سره مخ شي.

جلال اباد کې ریکشا چلوونکي وايي، حکومت ټولې رکشاوې نیسي چې دې سره به زرګونه کسان بې روزګاره شي.
جلال اباد کې ریکشا چلوونکي وايي، حکومت ټولې رکشاوې نیسي چې دې سره به زرګونه کسان بې روزګاره شي.

سبحان الله وايي: "دا ښه خبره ده چې ونیول شي، خو دوی چې رکشاوې نیسي نو ټولې له مخې نیسي، دا باید وکتل شي چې که چا سره پلېټ او اسناد نه وي، نو باید هغه ونیول شي، موږ چې اصلي اسناد او پلېټ لرو، ټول یې نیولي، دا ټول چې دلته ولاړ دي، ټول غریب خلک دي، د ټولو رکشاوې یې نیولي دي، سهار او ماښام راځي خو هېڅ پته یې نه لګېږي."

جلال اباد کې تراوسه د ۱۰زره، ۳سوه او ۹۷ رکشاو اسناد کتل شوي.

د جلال اباد ښار یو بل رکشا چلوونکی جمیل وایي، حکومت دې د نظم په پام کې نیولو سره-سره د خلکو مجبوریو ته هم پاملرنه ولري.

جمیل وایي، ښه ده چې د رکشا د نیولو سره سم یې اسناد ځای پرځای وکتل شي او د قانوني رکشاو له نیولو او بیولو نه دې ډډه وشي: "زموږ ټول کار قانوني دی، ترافیکو مدیریت کې هم زموږ کار پاک دی، را دې شي زموږ اسناد دې له رکشې، انجن او هر څه سره چېک کړي، داسې خو نه کېږي چې هرځای چې پېښه وشي نه اسناد ګوري او نه پلېټ او رکشاوې نیسي، که داسې وي نو موږ دا اسناد بیا د څه لپاره اخیستي دي."

دا په داسې حال کې ده چې په جلال اباد ښار کې له تېرو درېيو اونیو راهیسې د امنیتي پېښو د مخنیوي او د ښاري نظم په موخه زرګونو رکشاوې نیول شوي دي.

د ننګرهار د چارواکو په خبره، تراوسه د ۱۰زره، ۳سوه او ۹۷ رکشاو اسناد کتل شوي چې له دې ډلې یې یوازې ۱۰زره یو سلو ۳۷ رکشا چلوونکي بایومټریک شوي دي.

خو د ننګرهار چارواکي وایي، سره له دې چې د خپلو خلکو د بېوزلۍ او بېکارۍ ستونزه درک کوي، خو په خبره یې، مجبور دي چې د ښاري نظم او امنیت په خاطر په ښار کې اصلي او جعلي رکشاوې سره بېلې کړي.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل
د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وایي، د قتل، انسان تښتونې، غلا، ترور او نورو ډېرو جرمونو د مخنیوي لپاره چې ډېره برخه موارد یې د رکشاوو له امله وو، پرېکړه شوې باید لږترلږه غیرقانونوي رکشاوې معلومې او په ښار کې یې په اړه ګرځ بندیز اعلان کړو.

ښاغلي امرخېل زیاته کړه: "کله چې د کراچیوان او رکشاوان بحث کېږي نو کافي رنځ وړم، لکه له خپلې کورنۍ چې ډوډۍ اخلم، خو چاره نشته، څو په ښار کې نظم راولو، همدارنګه بدلون او تغیر راولو، همدا اوس مو د ښاریانو د امنیت په خاطر ټولې رکشې بایومټریک کوو، یوازې ۱۳زره رکشاوې چې قانوني اسناد لري هغه به پاتېږي او هغه چې جعل په کې شوی او تصفیه یې نه وي شوي، هغوی ته به اجازه نه ورکول کېږي."

بل لورته که څه هم د نظر خاوند حیات الله حمیدي د امنیتي پېښو د مخنیوي په موخه جلال اباد ښار کې د بې اسناده ریکشو پر بندیز خوښ دی، خو له اړونده ادارو غواړي چې اسناد لرونکو ریکشو ته دې په ښار کې د بېرته تګ راتګ اجازه ورکړي.

نوموړی وايي: "زه د ولایتي ادارې د پریکړې ستاینه کوم، خو هیله مې دا ده چې هغه ریکشې چې اسناد لري باید اجازه ورکړي، ځکه د ډېرو کورنیو ورځنۍ نفقه د همدې ریکشو پورې تړلې ده."

جلال اباد کې درول شوې رکشاوې
جلال اباد کې درول شوې رکشاوې

په جلال اباد ښار کې د رکشاوو د نیولو لړۍ ځکه چټکه شوه چې تېره اوونۍ په جلال اباد ښار کې په دوو جلا-جلا پېښو کې دوه تنه رکشا چلوونکي ونیول شول چې له یوه سره یې یو چسپکي ریموټ کنټرول او له بل سره یې دوه ټیلیفون کنټرول بمونه د انتقال پرمهال ونیول شول.

د ننګرهار ولایتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې له ۲۱ زرو ډېرې بېلابېل ډوله رکشاوې شته چې یوازې ۱۳زره یې قانوني اسناد لرونکي دي.

د ننګرهار د امنیتي چارواکو په خبره، پلان لري چې د قانوني رکشاوو تر پېژندنې وروسته دغه رکشاوې په دوه ډوله رنګونو وويشي چې یوه ورځ یو رنګ او په بله ورځ بل رنګ رکشاوې کار ورکړي، څو په یو مخیز ډول ښاري نظم له ګډوډۍ وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG