په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت استازی مهدي راسخ وایي، چې امنيتي ځواکونه له بهسودو ولسوالۍ په بشپړ ډول وتلي دي.
د میدان وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍکې د امنیتي ځواکونو او سیمه ییزو پاڅونکوو ترمنځ شخړه.
اوس ويل کېږي، چې امنيتي ځواکونو دغه ولسوالۍ په بشپړ ډول پرېښوده.
په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت استازی مهدي راسخ چې دا مهال په سیمه کې دی ازادي راډیو ته وویل، چې تېره ورځ ناوخته (سه شنبه) د دغې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون ټولو امنیتي ځواکونو دغه ولسوالۍ پرېښوده او د دایمیرداد ولسوالۍ او بامیانو په لوري ولاړل.
هغه زياتوي: "هېڅ ډول نښته یا حمله پر ولسوالۍ نه وه، کله چې دوی ( امنیتي ځواکونو) ولسوالي او قومانداني تخلیه کوله، هلته په سیمه کې یو څه خلک راټول شوي وو خو وروسته بېرته تللي وو، اوس سپین ږیري تللي چې ولسوالۍ او امنیه قومانداني یو دوه کسه اداري کسانو ته وسپاري چې ساتنه ترې وکړي."
ښاغلی راسخ د امنیه قوماندن په اړه وایي، چې د دغې ولسوالۍ د ولسوال له تېښتې سره دی هم له سیمې وتلی او پر کلیو یې ډزې کړي دي.
مهدي راسخ د بهسودو ولسوال د رامنځته شوې شخړې اصلي لامل او طرحه کوونکی بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه ناوخته راپورونه خپاره شوي چې ګواکې دغه ولسوالۍ د قوماندان علي پور کسانو لاس ته ورغلې او امنیتي ځواکونو یې په شاه کړي دي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د کورنیو چارو له وزارت معلومات واخلو خو زموږ پوښتنو ته یې ځواب ونه وایه.
د دوشنبې په ورځ افغان حکومت د امنیت شورا دفتر د مرستیال عبادالله عباد په مشرۍ یو 13 کسیزه پلاوی دغې ولسوالۍ ته واستوه تر څو د رامنځته شوې نښتې او قربانیانو په اړه څېړنې وکړي.
هڅه مو وکړه د دغه پلاوي له مشر او نورو غړو معلومات واخلو، خو عبادالله عباد مو پوښتنو ته ځواب ونه وایه او د نورو اړونده مسولینو ټلیفونونه غلي وو.
خو د میدان وردګو والي عبدالرحمان طارق بیا ازادي راډیو ته وویل، چې ورغلی پلاوی په څېړنو بوخت دی.
هغه وايي: "د دوی (پلاوي) کار دوام لري،دا هيئت به د خپل کار راپور به لوړو پوړو چارواکو ته وړاندې کړي خو دا مهال په بهسودو کې وضعیت تر کنټرول لاندې دی."
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په دغه پېښه کې د 7 امنیتي سرتېرو او 5 ملکیانو ټپي کېدل او د 9 تنو غیر مسوولو وسله والو وژل کېدل یې تایید کړي وو.
دغه وزارت د مرګژوبلې مسوولیت د عليپور اړوند پر غیر مسوولو وسلهوالو واچاوه او زیاته یې کړه، تېره جمعه امنیتي ځواکونو د بهسودو په لومړۍ حصه کې نظامي تاسیسات جوړول، خو غیر مسوول ووسلهوالو پرې ډزې وکړې او ملکیانو ته یې هم مرګژوبله واړوله - هغه ادعا چې د سيمې اوسېدونکو او علي پور ته نږدې کسانو لخوا بي بنسټه بلل شوې.
د افغانستان حکومت عليپور چې په دې پېښه کې په لاس لرلو تورن دی، د غیر مسوولو وسلهوالو په درلودو، پر امنیتي ځواکونو د برید او پر باج اخیستنې تورنوي، خو پلویان یې بیا هغه د خلکو د ساتنې او حقونو د ګټلو مبارز بولي.
د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو عبدالغني عليپور چې په قوماندان شمشېر مشهور دی، په ۲۰۱۸ کال کې ونیوه، خو د ولسمشر د دویم مرستیال سروردانش په منځګړتوب د یوه تضمین له اخیستو وروسته، هغه مهال خوشې شو.