د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

کرکټ؛ عرب اماراتو کې نن درې سیالۍ کېږي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

ټاکل شوې چې په متحده عربي اماراتو کې د 'ټي ټېن' یا لس اوورېزه کرکټ لیګ سیالیو په دوام نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۵مه) درې سیالۍ ترسره شي.

په لومړۍ لوبه کې بنګال ټاېګر او قلندر، په دوهمه لوبه کې مراټا عرب بینز او ابو دُبۍ او دغه شان په درېیمه لوبه کې نارترن ورس او پونا ډیولیز لوبډلې سره مخامخ کېږي.

د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبو کې بیا ډیلي بلو لوبډلې پونې او نارترن ورس ډیکن ګلیډیټرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا لس اوریزه سیالۍ چې څو ورځې وړاندې پیل شوي، نږدې لس افغان لوبغاړي هم په کې د بېلابېلو لوبډلو له لوري پیرل شوي دي.

رحمان الله ګربز، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، کریم جنت، قیس احمد، شهزاد محمدي، نوین الحق، مجیب ځدراڼ او ځیني نور هغه افغان لوبغاړي دي چې د دې سیالیو په بېلابېلو لوبډلو کې لوبېږي او تر دې دمه ښه ځلېدلي دي.

XS
SM
MD
LG