د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

کرکټ؛ کابل لوبډلې د پروان لوبډلې ته ماته ورکړه


ارشیف، کابل د کرکټ یو تن لوبغاړی
ارشیف، کابل د کرکټ یو تن لوبغاړی

د کابل کرکټ لوبډلې د پروان لوبډلې ته ماته ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن چهارشنبه(د سلواغې ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل، د ولایتي درېیمه درجه لوبو په دوام نن دا لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې.

ښاغلی هوتک وایي، لومړی د کابل لوبډلې د پچې په ګټلو سره توپ وهنه پیل کړه او بالاخره په ۵۰ ټاکل شوېو اورونو کې یې د پروان کرکټ لوبډلې ته د ۳۱۱ هدف وټاکه.

د نوموړي په خبره، د پروان لوبډلې تر ۳۰ اووره پورې ټول لوبغاړي وسوځېدل او د ۱۴۳ منډو په جوړولو د ۱۶۷ په توپیر لوبه وبایلله.

د دې سیالیو د غوره لوبغاړي جایزه ریاض حسن ته ورکړل شوه.

دا سیالۍ د جنوري په ۲۲مه پیل شوې او د فبروري تر څلورمې به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG