په کابل کې د ښځو لپاره د وشو ژمنی ټورنمنټ پیل شو.
د افغانستان د وشو د فدراسیون مشر سید رحمن یورش نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل، په دې لوبو کې ۶ ورزشي کلپونه او ۵۰ ښځینه لوبغالې لوبېږي.
ښاغلی یورش وایي، د دې لوبو موخه د غوره لوبغاړو ټاکل دي.
دا سیالۍ د ځوانانو او لوړعمر لرونکو کسانو ترمنځ د ۴۷ څخه نیولی تر ۷۵ کیلو وزن درلودونکو ورزشي لوبغاړو ترمنځ ترسره کېږي.
د نوموړي په خبره، د دې سیالیو په پای کې به د هېواد په کچه د وشو لوبو لپاره غوره لوبغاړي وټاکل شي.