د یخ پر سر د هاکي نړیوال فدراسیون پریکړه کړې چې د ۲۰۲۱ میلادي کال نړیوالې لوبې دې د لېتوانیا په پلازمېنه رېګا کې ترسره شي.
دغه پریکړه وروسته تردې وشوه چې بېلاروس تېره میاشت په ګډه د دغو لوبو له کوربه توب څخه محروم شو.
د یخ پرسر د هاکي نړیوال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سلواک جمهوریت او ډنمارک هم د دې لوبو ګډ کوربه توب ته وړاندیز کړی و، خو دوی د کرونا د وبا خطرونو ته په پام دا غوره وګڼله چې ټول لوبغاړي په ریګا کې دغه لوبې ترسره کړي.
په پام کې ده دغه نړیوالې لوبې د روان میلادي کال په مې او جون میاشتو کې ترسره شي.