د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

عمران حیدري د افغانستان لپاره د کال فوټبالر ونومول شو


آرشیف، عکس تئزیني بڼه لري.
آرشیف، عکس تئزیني بڼه لري.

عمران حیدري د افغانستان لپاره د کال فوټبالر ونومول شو.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز مشعوف نن سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) ازادي راډیو ته وویل، د ټرانسفر مارکټ وېب پاڼه چې د لوبغاړو ارزښت او قیمت د دوی د فعالیت پر بنسټ ټاکي، نن د بېلابېلو هېیوادنو لپاره د فوټبال خورا ارزښت لرونکي لوبغاړي وپېژندل.

د ښاغلي مشعوف په خبره، د دغو لوبغاړو په منځ کې عمران حیدري د۵۰۰ زره یورو په ارزښت یو له غوره فوټبالرانو وټاکل شو.

عمران حیدري د پولنډ د لیخاګدانسک غوره لیګ غړیتوب لري او د ګوتو په شمار لوبغاړو څخه دی چې د اروپا د فوټبال په لوړه کچه لوبېږي.

همدارنګه د اسیا په دغه نوملړ کې د جنوبي کوریا تاتنهام لوبډلې څخه سون هیونګ مین د ۹۰ میلیونه یورو په ارزښت د اسیا غوره فوټبالر وپېژندل شو.

XS
SM
MD
LG