د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

د تکواندو افغان لوبغاړو ٧ مډالونه ګټلي


آرشیف، عکس تئزیني بڼه لري
آرشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د تکواندو افغان لوبغاړو ٧ مډالونه ګټلي دي.

د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون د نشراتو مسوول ذبیح الله شهزاد نن سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د تکواندو د پومسه لوبډلې په نړیوالو لوبو کې تر ګډون وروسته افغانستان ته دغه ویاړ وربښلې.

نوموړي وویل چې دغه سیالۍ د نیپال په کوربه توب د ٣٠ هېوادونو د لوبډلو ترمنځ په انلاین ډول ترسره شوې.

ښاغلی شېرزاد وایي: "په یادو سیالیو کې مجید قاري زاده د سرو زرو مډال، سید رستم اکبري د سپینو زرو او سید ظریف هاشمي د بُرونزو مډال، سمیه عادل نیازۍ د بُرونزو مډال، انزورت ولي د بُرونزو مډال، عبدالموعود احمد د بُرونزو او سردار اغا هم د بُرونز مډال خپل کړ."

دغه سیالۍ تېره اوونۍ په انلاین ډول ترسره شوې وې چې پایلې يې نن سې شنبه معلومې شوې.

دا لومړی ځل دی چې د تکواندو پومسه لوبغاړي په نړیوالو سیالیو کې په انلاین ډول برخه اخلي او ویاړ خپلوي.

XS
SM
MD
LG