د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۶:۵۵

علي زي ته د هرات د والي خبرداری: که هره مسئله کې زور ازمایل کېږي مخه يې نیسو


د هرات والي وحید قتالي

 

په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فسبوک کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې د هرات د ولایتي شورا د رئیس وسله وال کسان په یوه نیمه خرابه ودانۍ کې د لاريونونو په نیت راټول شوي دي.

د هرات د ولایتي شورا رئیس کامران علي زي تېره ورځ ګواښ کړی و، که حکومت د دې ولایت امنیه قوماندان سلطان داوود له دندې لېرې نه کړي، د ده پلویان به مظاهرو ته مخه کړي، خو دا مظاهرې د هرات د والي وحید قتالي په امر ودرول شوې.

د هرات والي وايي، د شخصي وسله والو حضور ته باید زمینه برابره نه شي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت امنیتي بنسټونه لري، د هېڅ شخص له لوري وسله وال حرکت د منلو وړ نه دی، په هره مسئله کې چې سرکښي او زور ازمایل کېږي مخه يې نیسو."

د هرات ښار یو شمېر اوسېدونکي کامران علي زي پورې اړوند د وسله والو کسانو موجودیت اندېښمن کړي او حکومت د دوی د راټولېدنې په مخنيوي کې ناتوانه بولي.

د هرات د متخصصانو د شورا رئیس محمد رفیق شهیر له ښاغلي علي زي غواړي چې د وېرې له خپرولو ډډه وکړي.

نوموړی زیاتوي: "کوم ګواښونه چې د هرات د ولایتي شورا رئیس د امنیه قوماندان پر وړاندې کړي، که ستونزه موجوده وي، باید مخه يې په سوله ییز شکل ونیول شي، خو د غیر مسولو وسله والو کسانو راوستل او هغه هم د ولایتي شورا د رئیس له خوا چې خپله د نظامي شورا غړی هم دی، سم کار نه دی."

خو د هرات یو شمېر نور اوسېدونکي بیا وايي، اعتراضونه او مظاهرې د ولسواکۍ اصل او د خلکو حق دی او باید په سوله ییزه بڼه ترسره شي.

د هرات ښار اوسیدونکي اسدالله کاکړ ازادي راډيو ته وویل: "کومو کسانو چې په هرات کې د مظاهرې نیت کړی وو، زه فکر کوم دا به سوله ییزه مظاهره وه، خو که دا چاره د غیر مسولو وسله والو کسانو له لوري ترسره کېده، نو دا د قانون خلاف عمل دی باید مخه يې ونیول شي."

نږدې یوه اوونۍ وړاندې د هرات د امنیتي وضعیت د څېړولو په هدف د ولسي جرګې د ګمارل شوي پلاوي مشر هلته په کامران علي زي تور پورې کړ چې نوموړی د هرات په ناامنۍ کې لاس لري.

د دې پلاوي مشر عبدالستار حسیني د جرګې غړو ته وویل: "د هرات د ولایتي شورا رئیس کامران علی زی د دې ولایت په ناامنۍ او نابرابریو کې پنځوس سلنه لاس لري، نوموړی ځان د هرات ولسمشر بولي."

خو د هرات د ولایتي شورا رئیس د یاد پلاوي ادعا بې بنسټه بولي.

د هرات د ولایتي شورا رئیس کامران علي زی
د هرات د ولایتي شورا رئیس کامران علي زی

ښاغلی علي زي د مظاهرو رهبري مني، خو وايي چې وسله وال او غیر وسله وال کسان د ده په ملاتړ په خپله خوښه راټول شوي دي.

دی ټینګار کوي چې د هرات اوسېدونکي د دې ولایت د امنیه قوماندان سلطان داوود له کړنو خوښ نه دي: "د امنیه قوماندان پراخه فساد اوج ته رسېدلی او د دې ترڅنګ تاسې ټول شاهدان یاست چې خپله امنیه قوماندان یو ځوان وهلی او ډبولی وو او خلکو ته يې بې حرمتي کړې وه، د نوموړي له کړنو ټول خلک ناراضه دي او اعتراض کوونکي هم ټول د هرات اوسېدونکي وو، زما له اړخه نه وو."

د هرات د امنیه قوماندان تردې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هرات د ولایتي شورا له رئیسه د غیر مسولو وسله والو ملاتړ اوسنۍ خبره نه ده، په ۱۳۹۶ لمریز کې د درنو جرمونو پر وړاندې د استېناف محکمې نوموړی له خپلو صلاحیتونو د ناوړه ګټې اخېستنې په تور په اته میاشتې بند محکوم کړ.

نوموړی تورن و چې په دې پورې اړوند غیر مسول وسله وال کسان ښار ته راوتلي او وېره يې خپره کړې وه، پر ښاغلي علي زي دغه شان تور پورې شوی وو چې له شلو وسله والو کسانو سره یو ځای يې پر بډو تورن یو کس په زوره له څارنوالۍ ایستلی او له ځانه سره یې بيولی وو.

XS
SM
MD
LG