د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۵:۲۵

د جلال اباد یو شمېر ښاریان: حکومت د اوبو د وچو نلونو بېلونه اخلي


ارشیف، د اوبو د نشتوالي له امله د جلال اباد یو شمېر ښاریان له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د جلال اباد ښاریان وایي، د اوبو رسونې اداره له خلکو د اوبو د وچو نلونو بېلونه اخلي.

ښاریان زیاتوي، د اوبو رسونې ادارې له لوري یې کورونو ته د څښاک د پاکو اوبو نلونه راتېر شوي، خو په ۲۴ ساعتونو کې یې یو ساعت له اوبو برخمن وي.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی اسدالله د دې ولایت د اوبو رسونې پر ادارې نیوکه کوي چې ګوندې د ښاریانو اړتیاوې نه شي پوره کولی.

د ده په باور، په ۲۴ ساعتونو کې یې یوازې یو یا نیم ساعت له اوبو برخمن دي او ډېر کله یې کار کوونکي له ښاریانو د وچو نلونو پر سر بېلونه اخلي.

اسدالله زیاتوي: "دغه دوه میاشتې بس په همدغې اندازه را روانې دي، هغه هم یوه ورځې وي او یوه ورځ نه راځي، نو زموږ مشکل په دې اوبو نه دی حل، دغه بل کور په کور کې بور وهلی، بس پایب ترې راتېروو، بېګاه او ماښام مو دغه حال وي."

جلال اباد ښاریان وايي په ۲۴ ساعتونو کې یې یو ساعت له اوبو برخمن وي.
جلال اباد ښاریان وايي په ۲۴ ساعتونو کې یې یو ساعت له اوبو برخمن وي.

د جلال اباد ښار ډېری اوسیدونکي د څښاک د پاکو اوبو د کموالي له امله اړ شوي چې په شخصي لګښت د اوبو ژورې څاه ګانې وکني، خو ډېری نور بیا د څاه کنلو توان هم نه لري.

نور احمد د جلال اباد ښار بل اوسیدونکی هم د اوبو رسونې پر ادارې نیوکه کوي او وایي، د ډېرو کورنیو د اوبو نلونه میټر سېسټم نه لري او هغه کورنۍ چې په خپل وخت د اوبو بیل ورکوي، بیه یې لوړه او د اوبو تش نلونه پرې حسابوي.

نوموړی زیاتوي: "کله چې اوبه نه وي، بس لاس ګاډۍ مې ورته اخېستی، دېرش یا څلوېښت بوشکې وي، زه او دا واړه ماشومان خپل مشکل حلوو، دا شااوخوا ګاونډیان دي چا نوي میتره او چا سل میتره ژوره څاه کنلې وي، نو په هغې خو تقریباً یو لک او اتیا زره یا یو نیم لک افغانۍ مصرف راځي."

په همدې حال کې د اوبو رسونې اداره د ښاریانو له لوري پر دوی لګول شوي تورونه نه مني او وایي، په کمو امکاناتو یې د زیاتو ښاریانو د څښاک د پاکو اوبو ستونزه حل کړې.

د ننګرهار د اوبو رسونې ادارې رئیس محمد ظاهر ستانکزی وایي، د اوبو رسونې شبکې ډېره برخه یې له کاره لوېدلې چې له امله یې پر دوی نیوکې زیاتې شوي دي.

ستانکزی وایي، ښاریان یې دوه سوه میلیونه افغانۍ پوړوي دي چې له امله یې د اوبو رسونې خدمات کله کله له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي: "اساسي ستونزه دا ده هغه کورنۍ چې د اوبو رسونې له ریاسته یې اوبه اخېستي، دوه سوه میلیونه افغانۍ قرضدار دي، دا چې دا یو دولتي شرکت دی، نو که پر تاوان هم وي، موږ خلکو ته خدمات عرضه کوو، همدا اوس هم په تاوان لګیا یوو، که پوروړې کورنۍ له دوه سوو میلیونو، پنځوس میلیونه یې هم تحویل کړي، زه دغه خدمات ساعتونو ته غځوم."

د اوبو رسونې اداره ډاډ ورکوي چې د جلال اباد ښار لپاره یې د اوبو رسونې د ۱۰۵ کیلو میټره نوې شبکې ډیزاین او سروې شوي چې په فعالیت سره به یې تر ډېره د ښاریانو د څښاک د پاکو اوبو ستونزه حل شي.

د معلوماتو له مخې، د جلال اباد ښار یوازې ۷،۵ سلنه استوګن د نل پاکو اوبو ته نیمه لاسرسی لري، خو پاتې نورو یې یا ژورې څاه ګانې کنلي او یا هم له لېرې نېږدې ځایونو د خپلو کورنیو لپاره د اوبو د راانتقال ستونزمنه چاره ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG