د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۶:۴۷

افغانستان

د ننګرهار په مومندره کې د سوداګریزو زده کړو انسټیټیوټ ته اور اچول شوی

په مومندره کې د سوځول شوي انسټيټيوټ يوه څنډه

د ننګرهار چارواکي وايي، چې تېره شپه په مومندرې ولسوالۍ کې د سوداګریزو زده کړو انسټیټیوټ ته اور اچول شوی دی.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې نن سهار خپره شوه ویلي، چې دا کار علم او پرمختګ دښمنانو کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي چارواکو او پر وخت وژلی خو په پېښه کې د سولې او آزادۍ په نوم د دې انسټیټیوټ دوه خونې له وسایلو سره سوځېدلي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ارزګان کې د ورا یو موټر ۱۰ مسافر سیند کې د بند پاتې کېدو له امله مړه شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې ارزګان ولایت

په ارزګان کې د ورا یو موټر په سیند کې بند پاته شوی چې له کبله‌یې په‌کې سپاره ۱۰ تنه مړه شوي دي.

د ارزګان د والي له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وایي، دغه موټر په ګېزاب ولسوالۍ کې تېره ورځ هغه مهال اوبو کې بند شو چې د هلمند له سينده تېرېده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د موټر ماشین بخار کړی و او تر هغو چې خلک د مرستو لپاره ور رسېدل، په‌کې سپاره څلور ماشومان او ۶ ښځې مړه شوي ول.

تر اوسه معلومه نه‌ده چې د موټر دننه کسانو د اکسیجن د کموالي او که موټر ته د اوبو د ورننوتو له کبله ساه ورکړې ده.

موټر چلوونکی له دې پېښې ژوندی وتلی دی.

د غزني چارواکي: نامعلومو وسله‌والو د موبایلونو یو معلول انجنیر وواژه

چارواکي وايي، په غزني کې د موبایلونو یو انجنیر نامعلومو وسله‌والو په دې خاطر وژلی چې د سرتېرو موبایلونه‌یې جوړول.

د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده د چهارشنبې (د کب ۶مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، شکرالله نن سهار د خپل کور ترڅنګ وژل شوی دی.

ښاغلی جمعه‌زاده زیاتوي: "د غزني ولایت مرکز اړوند د خشکو په سیمه کې ناپېژانده وسله‌والو یو انجنیر چې د غزني ښار په بزازي سیمه کې یې د موبایلونو دکان درلود، له دې امله په شهادت رسولی چې ګواکې ده د دولتي کسانو او امنیتي ځواکونو موبایلونه جوړول."

شکرالله په کوچنیوالي کې ګوزڼ وهلی وو چې دا وخت په پښو معلول وو.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې د هدفي وژنو لړۍ له تېرو ۱۲ کالو څخه روانه ده.

دفاع وزارت: کندهار کې ۴۲ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي

ارشیف،افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د افغانستان دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې کندهار کې ۴۲ طالبان وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دولت دغه مخالفان تېره ورځ په میانشین، پنجوایي او ارغنداب ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عملیاتو پر مهال د ارغنداب او میوند ولسوالیو له شااوخوا سیمو څخه د طالبانو ۳۵ کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په یوه جلا خبرپاڼه کې د بلخ په چهاربولک او شولګر ولسوالیو کې د ۱۸ افغان سرتېرو د وژنې ادعا کړې ده.

تراوسه دولتي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغان چارواکي او طالبان تل یو بل ته د دغسې درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، خو خپلواکې سرچینې یې ډېر کله تایید او یا هم رد نه شي کولای.

ناټو: افغانستان کې دې تاوتریخوالی ودرېږي څو سولې ته لاره هواره شي

ارشیف

ناټو یو ځل بیا وویل چې افغانستان کې باید تاوتریخوالی ودرېږي چې سولې ته لاره هواره شي.

ناټو پر خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، د ملګرو ملتونو وروستی راپور څرګندوي چې د افغانستان د دولت ضد مخالفان د ډېرې ملکي مرګ ژوبلې عاملان دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما خپل کلني راپور کې وویل چې ۲۰۲۰ کال کې د ملکي مرګ ژوبلې ۶۲ سلنه عاملان وسله وال مخالفان وو.

دوی دې کال کې د ۴۵ سلنې مرګ ژوبلې نسبت طالبانو، ۸ فیصده داعش او ۹ سلنې نسبت نورو دولت ضد کړیو ته کړی دی.

د افغانستان دولت وایي، طالبان تر دې هم زیات ملامت دي، خو طالبانو بیا د ملګرو ملتونو راپور یو اړخیز بللی دی.

د پښتو ژبې نومیالی شاعر او لیکوال عبدالرحیم روغانی ومړ

ارشیف، عکس تئزيني بڼه لري

د پښتو ژبې نومیالي شاعر او لیکوال عبدالرحیم روغاني له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۱ کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

عبدالرحیم روغاني د پښتو په اوسنیو شاعرانو کې یو له هغو وو چې زیاتې قطعې یې لیکلې دي.

روغاني لومړنۍ زده کړې په خپله سیمه سوات کې کړې وې او وروسته یې په پښتو ژبه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې مخته یوړې.

د روغاني په شاعري‌ کې ولسي رنګ زیات دی ځکه خو یې ډېر شعرونه مشهورو سندرغاړو هارون باچا، سردار علي ټکر او نورو له موسیقۍ سره ویلي دي.

له نوموړي ګڼ شعري او نثري اثار پاتې دي چې ( نوې نغمه، ځوریدلي احساسات، سندریز احساس، د رڼا څاڅکي) یې شعري ټولګې او ( کوربانه خیالونه او خود غرض) یې نثري کتابونه دي.

ازبېکستان کې د سیمه‌ییز اتصال په اړه نړیوال کنفرانس جوړيږي

ارشیف، تاشکند

ټاکل شوې چې په ازبېکستان کې ډېر ژر د سیمه‌ییز اتصال په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن چهارشنبه (د کب ۶مه) ازادي راډیو ته وویل، د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف له افغان چارواکو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې ډېر ژر به د سیمه‌ییز اتصال پر ستونزو او فرصتونو په ازبېکستان کې د سیمې د هېوادونو د ولسمشرانو او وزیرانو په کچه کنفرانس جوړ شي.

نوموړي وویل، دې کنفرانس کې ټاکل شوې چې د ازبېکستان، پاکستان او افغانستان د ولسمشرانو تر څنګ د روسیې، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو استازي هم ګډون وکړي.

له دې کاره موخه دا ده چې په سېمه کې د هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې شي او اقتصادي وده رامنځ ته شي.

افغانستان د غالیو لپاره له هېواده بهر نندارتونونه جوړوي

افغاني غالۍ

د افغانستان د صنعت اوسوداګرۍ وزارت د غالیو د بازار موندنې لپاره له هېواده د باندې نندارتونونه جوړوي.

د دې وزارت ویاند فواد احمدي نن چهارشنبه(د کب ۶مه) ازادي راډیو ته وویل، دا نندارتونونه به د سیمې او نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغاني غالیو د بازار موندنې په موخه جوړ شي.

دی زیاتوي، په سیمه او نړۍ کې د افغانستان غالۍ د مهم سوداګریز برانډ څخه شمېرل کېږي او دا وزارت هڅه کوي چې راتلونکې لمریز کال کې د غالیو په تولیداتو او صادراتو کې زیاتوالی راشي.

نوموړي همدا راز وویل چې د ملي احصايې او معلوماتو ادارې د شمېرو له مخې د روان کال په درې ربعو کې د ۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۵۸۱۴۹ مټره غالۍ د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته استول شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ښار جوړولو وزارت په همکارۍ د غالیو د صنعت د پراختیا لپاره څلور صنعتي ښارګوټي د بلخ، کابل، ننګرهار او هرات په ولایتونو کې هم جوړ کړي دي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۰۰ څخه زیات ډول ډول غالۍ تولیدېږي چې دې سکټور کې د هېواد زرګونه تنه چې زیاتره يې مېرمنې دي په کار بوختې دي.

چارواکي: طالبانو د مرکزي بغلان د روغتون مسوول وژلی

وسله وال طالبان، عکس تئزیني بڼه لري

افغان چارواکي وايي، وسله والو طالبانو پرون سې شنبه (د کب ۵مه) مازیګر د مرکزي بغلان ولسوالۍ د روغتون مسوول ډاکټر خلیل الرحمن نرمګوی وژلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د نرمګوی وژل کېدل تایید کړي.

هغه ویلي، د تحصیلي کړیو د وژنې دوام دا قشر له منځه نه وړي بلکې د ده په خبره زرګونه نور ډاکټران، انجینران، خبریالان او دیني عالمان ژوند او کار ته ولاړ دي.

هاخوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر هم د ډاکټر خلیل الرحمن نرمګوی په وژنې خواشیني ښودلې.

هغې په خپل ټوېټر لیکلي، د هدفي وژنو په لړ کې چې ټول افغانستان کې زیاتې شوي ګڼ ملکیان، فعالان او په کارپوه خلک له منځه وړل کیږي.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د بهرنیو چارو افغان وزیر د یو شمېر مسایلو لپاره مسکو ته ځي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

تمه ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر نن چهارشنبه (د کب ۶مه) د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د ترلاسه کولو په ګډون د یو شمېر نورو مسایلو په خاطر مسکو ته ولاړ شي.

محمد حنیف اتمر به د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمر کبلوف د سولې لپاره په افغانستان کې د یوه انتقالي ایتلافي حکومت د جوړېدو وړاندیز وکړ،

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د دې پر وړاندې تُند غبرګون ښکاره کړ او دا وړاندیز یې له اوسنیو واقعیتونو سره په ټکر کې وباله.

روغتیا وزارت: نن روغتیاپالانو ته د کرونا ضد واکسین پیلېږي

ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبر ورکوي چې نن چهارشنبه (د کب ۶مه) به په ځانګړي ډول روغتیاپالانو ته په ټول افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د واکسین ورکړه پيل شي.

د دې وزارت ویاند دستګیر نظري ازادي راډیو ته وویل: "تمه ده چې په څه باندې شپږ سوه روغتیایي مرکزونو کې روغتیاپالانو ته سر له نننه د واکسین ورکړه پیل شي او له لسو تر پنځلسو ورځو به ټولو روغتیايي کارکوونکو ته واکسین ورکړل شي."

هند له افغانستان سره د سټرازینیکا واکسین پنځه لکه ډوزه مرسته کړې ده چې پرون سې شنبه (د کب ۵مه) په رسمي ډول د دې واکسین کمپاین پیل شو او په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې دا واکسین درې سوه پنځه اویا تنو ترلاسه کړ.

دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې د ګروپونو له لوري مخته وړل کېږي

ارشیف، قطر کې د سولې د غونډې یوه څنډه

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې د ګروپونو له لوري مخته وړل کېږي.

د طالبانو د فرهنګي چارو د کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "د اجنډا د موضوعاتو لپاره، د اجنډا د موضوعاتو د ترتیب لپاره ګروپونو ته وظیفه وسپارل شوه چې هغوی خپلو ناستو ته دوام ورکړي."

د طالبانو او افغان دولت د پلاوو تر منځ دا خبرې تر شپږ اوونیو ځنډ وروسته د دوشنبې په ماښام بیا پيل شوې.

افغان کرکټر راشد خان د پاکستان د کرکټ غوره لیګ لوبې پریښودې

راشدخان ارمان

د افغانستان د کرکټ ستوري راشد خان د پاکستان د کرکټ غوره لیګ لوبې پریښودې.

ده په ټویټر کې لیکلي دي چې د ملي دندې لپاره له دې لوبو بهر کېږي او بل کال هیله مند دی چې بیا ورسره یوځای شي.

راشد خان به په هغو دوو ټېسټ لوبو کې د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره ولوبېږي چې ټاکل شوې ده لومړۍ یوه د مارچ په دوهمه له زیمبابوې سره په ابوظبۍ کې ترسره شي او دوهمه یوه یې د مارچ په لسمه له زیمبابوې سره په دوبۍ کې وشي.

راشد خان د پاکستان غوره لیګ کرکټ لوبو کې د لاهور قلندر لوبډلې لپاره دوې لوبې وکړې.

پخواني وزیر محمد امین فرهنګ د سترې محکمې حکم سیاسي وباله

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ پخوانی وزیر محمد امین فرهنګ

د افغانستان د سوداګرۍ پخواني وزیر محمد امین فرهنګ د سترې محکمې حکم سیاسي وباله.

سترې محکمې پرون سې شنبه (د کب ۵مه) محمد امین فرهنګ د اداري فساد له امله په یو کال تنفیذي بند او اته لکه څلور شپيته زره ډالره نغدي جریمه محکوم کړ.

ښاغلی فرهنګ اوس په جرمني کې ژوند کوي.

ده ازادي راډيو ته وویل چې د کرونا د واکسین لپاره د اپریل ته اخره افغانستان ته نه شي تلی او تر هغه وروسته خامخا ځي:"که یې زه په هوایي ډګر کې ونیولم، ما دې ونیسي ما یو بل وخت هم د پلچرخي یوه اوږده موده تېره کړې ده. له دې شیانو نه ویریږم، خو د عدالت لپاره مبارزه کوم او دا هم وایم چې دا یوه سیاسي موضوع ده چې د دې پر وړاندې یو لړ مسایل راسره دي چې باید ویې وایم."

محمد امین فرهنګ له دوه زره لومړي میلادي کال نه تر دوه زره اتم پورې د اقتصاد او د سوداګرۍ او صنعت وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ پخوانی وزیر محمد امین فرهنګ په بند محکوم شو

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ پخوانی وزیر محمد امین فرهنګ

د افغانستان سترې محکمې نن د صنعت او سوداګرۍ پخوانی وزیر محمد امین فرهنګ دنده کې د اختلاس له امله په یو کال تنفیذي بند او ۸۶۴ زره ډالر نقدي جریمه محکوم کړ.

محمد امین فرهنګ چې له ۲۰۰۱ میلادي کال نه تر ۲۰۰۸ کال د هېواد د اقتصاد، د سوداګرۍ او صنعت وزیر په توګه کار کاوه پر غدر او اختلاس تورن و.

ښاغلی محمد امین فرهنګ د خپلې دندې پر مهال د تېلو قرادادونو کې په فساد، اختلاس او له دندې په سوء استفادې تورن شوی و.

ښاغلي فرهنګ تازه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو مخکې له دې یې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي و.

واشنګټن: له طالبانو سره پر شوې موافقې بیا کتنه نه‌ده بشپړه شوې

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، تر اوسه له طالبانو سره د دې هېواد پر شوې موافقې له سره کتنه نه‌ده بشپړه شوې.

د دې وزارت ویاند نډ پرایس پرون دوشنبې په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وویل، تر ټولو غوره لاره همدا ده چې ټول اړخونه هغه ژمنې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په تړون او د امریکا او افغانستان ترمنځ ګډه اعلامیه کې یې یادونه شوې، په بشپړه توګه عملي کړي.

ښاغلي پرایس دغه‌راز په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه وبلله.

دی زیاتوي: "له ما مو په تېرو ورځو کې اورېدلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه د نه‌منلو تر حده زیاته شوې. ځینو نښو چې ښایي دغه تاوتریخوالی لازیات شي، هم اندېښمن کړي یو. د افغانستان خلک سوله غواړي او د سولې مستحق هم دي."

د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې ویلي چې له طالبانو سره پر شوي تړون له سره غور ځکه کوي چې دې ډلې خپلې ژمنې نه‌دي پر ځای کړي.

د بایډن اداره دغه‌راز د دغه تړون له مخې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو پر وروستۍ نېټې چې د مې میاشت ټاکل شوې هم له سره غور کوي، خو طالبانو ګواښ کړی چې که په خپل وخت نړیوال ځواکونه له افغانستانه ونه‌وځي، نو ښایي پرې حملې له سره پیل کړي.

د تېر کال د فبرورۍ له ۲۹مې راهیسې چې دغه تړون لاسلیک شوی، طالبانو په نږدې یوه کال کې پر دغو ځواکونو له حملو ډډه کړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG