د افغانستان کرکټ بورډ وايي د زېمبابوې په وړاندې د راروانو مسابقو لپاره پر چمتووالي کار روان دی.
په پام کې ده د دواړو هېوادونو د کرکټ ملي ټیمونه په راروانه مارچ میاشت کې ۲۰ اووره او ټېسټ لوبې وکړي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "درې نړیوالې شل اووره او دوې ټېسټ لوبې ترسره کېږي. د ویلو وړ ده چې د دغو لوبو لپاره به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله بشپړ چمتووالی لري."
افغانستان تېره جنورۍ میاشت کې له ایرلنډ نه د کرکټ درې ۵۰ اووره یا یو ورځنۍ مسابقې وګټلې او نړیوال جام ته د لار موندنې په درجهبندۍ کې یې ټولټال ۳۰ نمرې ترلاسه کړې.