د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

"د ۱۴۰۰کال تر پایه به د افغانستان ټولو ښارونو کې د اوبو رسونې پروژې پلي شي"


یلاني وویل، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې به د افغانستان په ټولو ښارونو کې خلک د اوبو رسونې له پروژو برخمن شي.
یلاني وویل، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې به د افغانستان په ټولو ښارونو کې خلک د اوبو رسونې له پروژو برخمن شي.

د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او د کانالېزسیون شرکت په راتلونکي کال کې ټولو ښارونو کې د اوبو رسونې د پروژو د عملي کولو خبر ورکوي.

د دې شرکت مشر حمیدالله یلاني د یکشنبې (د سلواغې ۱۲مه) په ورځ ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې وویل، دم ګړۍ په ۲۲ ښارونو کې د اوبو رسونې پروژې پلي شوي، خو په ۱۴۰۰ لمریز کال کې به د افغانستان په ټولو ښارونو کې خلک د اوبو رسونې له پروژو برخمن شي.

دی وايي: "موږ مخکې په ۱۷ ښارونو کې کار کاوه، اوس په ۲۲ ښارونو کې خدمتونه وړاندې کوو او دا لړۍ به لا پسي وغځېږي، زموږ د وړاندوینې له مخې د ۱۴۰۰ لمریز کال تر پایه به په ټول افغانستان کې د اوبو رسونې پروژې یا عملي شوي وي او یا به د عملي کېدو په حال کې وي."

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري، یلاني وویل دم ګړۍ په ۲۲ ښارونو کې د اوبو رسونې پروژې پلي شوي.
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري، یلاني وویل دم ګړۍ په ۲۲ ښارونو کې د اوبو رسونې پروژې پلي شوي.

نوموړی زیاتوي، را روان کال قوس میاشتې پورې به د کابل ښار د ناولو اوبو یا فاضلاب ماسټر پلان چې ۳ نیم میلیونه ډالر لګښت پرې راځي، د جرمني او افغان دولت په مرسته بشپړ شي.

د ښاري اوبو رسولو او د کانالیزسیون شرکت د معلوماتو له مخې اوس مهال، یاد شرکت ۲۳۱ زره کورنيو ته چې څه د پاسه ۲ میلیونه کسان کېږي د اوبو رسونې خدمتونه وړاندې کوي.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د اوبو سرچینو د پوهنځي مشر احمد وحید سکندري وايي، د اوبو رسونې شرکت باید په ښارونو کې د نورو کارونو ترڅنګ د اوبو د ورکړې شبکې ډېرې کړي.

آرشیف
آرشیف

ښاغلي سکندري زیاته کړه: "د اوبو رسولو او کانالیزسیون شرکت چې کوم خدمتونه وړاندې کوي د قناعت وړ دي، خو له بده مرغه کابل کې یې چې باید څومره مشترکین وای، د تمې سره د دوی خدمتونه نه دي زیات شوي، یو ښار چې نږدې پنځه میلیونه نفوس لري یوازې شااوخوا ۶۵ یا ۷۰ زره د اوبو کنکشنونه یې کورونو ته ورکړي."

د کارپوهانو په وینا هېواد کې د اوبو برخه کې د یو معیاري سیسټم نشتوالی، په خپل سر د ژورو څاګانو کیندنه او یو شمېر نور هغه موارد دي چې له امله پرې ځمکه کې اوبه نورې هم ښکته او د خلکو لاسرسی ورته سخت شي.

XS
SM
MD
LG