د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د سعودي عربستان له زندانونو او توقیفخونو نږدې ۱۰۰ افغان زندانیان ازاد او هېواد ته ولېږدول شول.
بهرنیو چارو وزارت پرون (شنبه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، دغه ۹۸ افغانان د اقامت د ویزې د نهدرلودو له کبله د سعودي پولیسو نیولي وو.
خبرپاڼه کې نهدي راغلي چې دغو افغانانو په سعودي کې څومره وخت په بند کې تېر کړی دی.
وزارت ویلي، د روان لمریز کال د اسد له میاشتې تر اوسه د سعودي په جدې ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ څه باندې دوه زره افغانانو ته چې هلته بندیان وو، د ازادېدو او افغانستان ته د ستنولو وړیا زمینه برابره کړې ده.
تېره اوونۍ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ وویل چې دوبۍ کې یې هم ۲۱ بندي افغانان خلاص او کابل تهیې استولي دي.