د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

په کندز کې د ښځو په نوم رستورانت پرانيستل شوى


په کندز کې د بانو په نوم رستورانت
په کندز کې د بانو په نوم رستورانت

په کندز ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ښځو یوه ځانګړي رستوانت فعالیت پیل کړ.

ستایش رحیمي د کندز ښار اوسېدونکې ده.

هغه رستورانت ته د خوړو لپاره راغلې چې ښځو د ښځو لپاره پرانیستی.

هغې زیاته کړه: "موږ د خوښې احساس کو چې د ښځو لپاره دغه رستوانت جوړ شوی ده، دلته نارینه نشته دي او ټول کار یې د ښځو له لورې پرمخ وړل کېږي. ښځې کولي شي دلته د خپلې کلیزې او د خوښې نور محفلونه هم ولمانځي."

په شمال ختېځ زون کې کندز هغه ولایت دی چې په کې د ښځو لپاره د اقتصادي فعالیتونو ساحه ډېره محدود ده.

د کندز ښار يوه څنډه
د کندز ښار يوه څنډه

پر جګړو او نا امنیو سربېره په دغه ولایت کې لاهم ګڼ شمېر کورنۍ ناسم دودونه په پام کې نیسي چې له کبله یې پر ښځو له کوره بهر د کار کولو او پر خپلو پښو د درېدو لپاره فضا را تنګه کړې.

ستايش رحیمي وايي، کله چې وخت پیدا کړي دغه رستورانت ته ورځي او د ډوډۍ خوړلو ترڅنګ کتابونه مطالعه کوي.

رحيمي وویل: "موږ هيله لرو چې په راتلونکي کې په دې ځای کې فرهنګي او ادبې برنامې ترسره کړو چې ښځې وکړای شي خپل نظریات او کاري پلانونه له یو بل سره شریک کړي او د ستونزو لپاره د حل لارې ومومي."

افغان ټولنه یوه سړي سالاره ټولنه ده او ښځې په کې له بېلابېلو ستونزو او ځورونو سره مخامخ دي.

په داسې حال کې د کندز ښار اوسېدونکې ښځې د ښځو لپاره د دا ډول ځانګړو ځایونو د جوړېدو هرکلی کوي، چې پخوا په دغه ولایت کې د ښځو لپاره کوم ځانګړی رستوانت نه و.

سوژه نظامي هم دې رستورانت ته د خوړو لپاره راغلې.

دا وايي: "موږ دلته د کلیزې لمانځلو محفل ترسره کړه څو دښځو لپاره د خوښې فضا رامنځته کړو. موږ هڅه کوو چې دلته مشاعرې، هنرې او کلتورې پرګرامونه هم ترسره کړو، څو د ښځو لپاره سالمه سرګرمې رامنځته کړو."

خو د دې رستورانت څښتنې، د شته امنیتي ګواښونو او دغه راز په ټولنه کې د ناسمو دودونو له کبله له خبرو کولو څخه ډډه وکړه او د دې رستورانت د جوړولو هدف یې د ښځو لپاره د آرامه فضا رامنځته کول وباله.

XS
SM
MD
LG