د افغانستان د پوهنې وزارت وايي هڅه کوي زلمیانو او ځوانانو ته په افغانستان کې دننه د دیني زده کړو زمینه برابره کړي.
تر دې مخکې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تېره شنبه ویلي وو: "طالبان ځینې زلمیان او ماشومان له بېوزلو کورنیو اخلي، ذهنونه یې وراړوي او ځانمرګو بریدونو ته یې چمتو کوي او زیاتره دغه ډول تعلیمات د ده په خبره په پاکستان او په ځینو مواردو کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې کېږي."
صالح محمد صالح په واشنګټن ډي. سي کې د نړیوالو چارو انستیتیوت له رئیس هاشم وحدتیار سره مرکه کړې ده.
لومړی یې دا پوښتنه کړې، چې ایا په پاکستان کې دیني مدرسې رښتیا هم د افراطيت د ترویج مرکزونه دي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لينک کېکاږئ: