د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۳:۳۶

ملګروملتونو د نازیانو او سپین پوستو برترۍ پر وړاندې نوې هڅې پیل کړي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د نویو نازیانو او د سپین پوستو د برترۍ په وړاندې د یوه نړیوال ایتلاف د جوړیدو غوښتنه وکړه.

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د نیو نازیانو او د سپین پوستو د برترۍ د پراختیا او خپرېدو پر وړاندې د یوه ایتلاف د ایجادولو لپاره د همغږي نړیوال اقدام غوښتنه وکړه.

ګوترش دغه راز د ناسمو تبلیغاتو او اطلاعاتو، له پردیو د ویرې د بیا راژوندي کولو، د یهودانو ضد او د کرکې د بیانونو پر وړاندې چې د خپراوي او دې یو عامل یې هم په نړۍ کې د کرونا خپره شوې وبا بلل شوې، د یوه نړیوال اقدام غوښتنه وکړه.

هغه وویل، دا خواشینونکې ده خو د حیرانیتا خبره نه ده چې د کرونا خپرېدل د دې سبب شوي چې په دوهمه نړیواله جګړه کې له هالوکاست یا د یهودانو له ډلوژنې انکار وشي، تاریخ تحریف شي یا هغه را لنډ شي.

د ملګروملتونو عمومي منشي وویل، د بېلګې په توګه دا چې یهودان د کرونا له خپره شوې وبا سره تړل کېږي او هغوی په دې تورن کېږي چې پر نړۍ د تسلط یا نفوذ د هڅو د یوې برخې په توګه یې دغه ويروس جوړ کړی و، که هغه ډیر خطرناکه تبلیغات نه وي نو به مسخره وي.

ګوترش وویل، دا د یهودانو ضد وروستي تبلیغات هغو تورونو ته پاتې کېږي چې له دې مخکې په ۱۴ پیړۍ کې د بوبوني طاعون د خپرېدو له امله پر دوی لګول شوي و.

د ملګروملګتونو عمومي منشي دغه څرګندونې د هالوکاست یا د یهودانو د ډلوژنې د یاد تازه کولو په مناسبت یوه نړیواله غونډه کې چې هرکال یې ملګري ملتونه د جنوري په ۲۷ په پولند کې د یهودانو د اجباري کارونو د ساتلوله اوشویتز – بیرکیناو کمپ څخه د یهودانو د ازادولو په مناسبت جوړوي اوسږنۍ یې ۷۶ وه، وکړې.

دغه مناسبتي سږنۍ غونډه د کرونا د خپرې شوې وبا له امله په مجازي بڼه جوړه شوې وه.

د ملګروملتونو عمومي منشي دغه راز خبرداری ورکړ، چې هغه ډله سپین پوستي چې په نړۍ کې خپل نسل له نورو برتر بولي، ځانونه منسجم کوي او د خپلو هېوادونو د پولو بهر خلک ګوماري او نیونازیان او د هغوی ایډیالوژي هم له لسیزو چوپتیا وروسته اوس بېرته پراخه شوې او ارزښت یې موندلی دی.

ګوترش وویل، امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی، چې نیونازیان په متحدو ایالتونو او نړۍ کې د پراختیا په حال کې دي.

د هغه په وینا په ځینو هېوادونو کې دوی د پولیسو په لیکو او د امنیتي خدمتونو په ادارو کې هم نفوذ کړی دی او ایدیالوژي کې ان د لویو سیاسي ګوندونو په بحثونو کې هم اورېدل کېږي.

د ملګروملتونو عمومي منشي وویل، د سپن پوستو د برتري او د نیونازي د ایډیالوژۍ ودې ته باید پر حقایقو د هغې نړیوالې حملې په چوکاټ کې وکتل شي چې د خلکو په ژوند کې د ساینس او د حقایقو پر بنسټ څیړنو رول یې کم کړی دی.

XS
SM
MD
LG