د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ کب ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۰۵

"د مولانا جلال الدین محمد بلخي د پلار خانقاه د له منځه تلو ګواښ سره مخ ده"


په بلخ کې د بهاوالدین ولد خانقاه

په بلخ کې د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي د پلار بهاوالدین ولد خانقاه د لمنځه تلو له ګواښ سره مخ ده.

د ترکیې هېواد په ۱۳۹۴ لمریز کال کې ژمنه وکړه، چې د څه باندې لسو میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت به د مولانا جلال الدین محمد بلخي د پلار بهاو الدین ولد خانقاه په بلخ کې بیا ورغوي.

د ترکیې دولت د مرستو د همغږۍ دفتر یا ټیکا ویلي وو، چې د دغې خانقاه ترڅنګ به یوه دیني مدرسه او د شاوخوا سیمو خلکو ته به یې د استوګنې یو ښارګوټی هم جوړ کړي.

اوس د څه باندې پنځو کلونو په تېرېدو سره د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست بیا وايي، چې د ترکیې هېواد په خپلې دغه ژمنې عمل ونه کړ او په بلخ ولسوالۍ کې د بهاو الدین ولد د خانقاه ودانۍ د له منځه تلو ګواښ سره مخ ده.

د یادې ادارې مرستیال عطا محمد ساهو آزادي راډیو ته وویل: "د طبیعي حوادثو او همدا راز د ديوالونو د شړېدو په خاطر د بهاوالدین ولد خانقاه د له منځه تلو په حال کې ده. د ترکیې هېواد ژمنه کړې وه چې دا ودانۍ به جوړوي، خو په ناڅرګند علت یې کار ودراوه."

په افغانستان د ترکیې هېواد دیپلوماتیکو سرچینو تر دمه په بلخ ولایت کې د بهاوالدین ولد د خانقاه د بیا رغولو د کار د نه بشپړولو په اړه سپیناوی نه دی کړی.

د بهاوالدین ولد خانقاه په بلخ کې د لرغونو سیمو په کتار کې راځي، چې د مزارشریف په شل کیلو مترۍ فاصله په بلخ ولسوالۍ کې موقعیت لري.

د دغې خانقاه ودانۍ پر بلخ د مغلو د حملې په جریان کې زیانمنه شوه او تر اوسه د افغانستان حکومت یوازې ورته یو وسپنيز چتر یا سر پوښ جوړی کړی څو د ودانۍ پاتې برخه هم د واورې او باران له کبله ویجاړه نه شي.

په بلخ کې د بهاوالدین ولد خانقاه
په بلخ کې د بهاوالدین ولد خانقاه

د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې حکومت باید د دغې خانقاه د پاتې برخې ودانۍ د ساتنې په برخه کې لاس په کار شي.

د دغې ولسوالۍ د ایلمانو سیمې یوه اوسېدونکي ۲۲ کلن صمیم خسرو ازادي راډیو داسې ته وویل: "دا خانقاه افغانستان ته یو لوی فرهنګي او تاریخي ارزښت لري. په دې دا ښکارېږي چې د مولانا آثار بلخ ته متعلق میراث دی او نه د بل کوم هېواد. حکومت د دغې خانقاه ارزښت ته په پام باید هغه بیا ورغوي او ساتنه یې وکړي."

په همدې حال کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، په پام کې لري چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د ملي بودیجې څخه په مصرف په بلخ کې د بهاوالدین ولد دغه خانقاه بیا ورغوي.

د دغه وزارت معین عبدالمنان شیوا شرق، سره له دې چې د بهاوالدین ولد خانقاه ته د ځانګړې شویو پیسو اندازه څرګنده کړې نه ده، خو ویلي یې دي چې د خانقاه ترڅنګ به د همدې ودانۍ په چاپېریال کې یو جومات او د سما ناڅا لپاره یو تالار هم جوړ شي.

مولانا جلال‌الدین محمد بلخي د افغانستان له نامتو شاعرانو دی، چې په اتمه پېړۍ کې یې ژوند کاوه، د هغه اشعار له دري څخه د نړۍ په مختلفو ژبو ژباړل شوي او نړیوال شهرت لري.

XS
SM
MD
LG