افغانستان
چارواکي: په بلخ کې ۹ طالبان وژل شوي

شاهین قول اردو په بلخ ولایت کې د افغان هوايي ځواک په بمبارۍ کې د نهو طالبانو د مړینې او د څلورو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي دفتر په یو بیان کې وايي، دا هوايي حمله پرون ماسپښین د چاربولک ولسوالۍ په خان آباد کلي کې د طالبانو د راټولېدو پر یوه مرکز وشوه.
په بیان کې یادونه شوې چې د طالبانو دې ډلې پر افغان ځواکونو د حملو پلان درلود.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نادر نادري: د سولې خبرو کې ځنډ د طالبانو پر ارادې شکونه راولاړوي

د دولت د مذاکراتي هیئت یو غړی وايي، په قطر کې د سولې په خبرو کې ځنډ شکونه ولاړوي چې ایا مقابل لوری یعنې طالبان د جګړې، که سولې اراده لري.
نادر نادري په هغه مرکه کې چې تېره شپه له ملي ټلوېزیون نه خپره شوه، وویل: "اوس چې دومره وخت تېرېږي او پر اصلي مسایلو په مذاکرو کې پرمختګ نهشته، نو واقعاً دا شک ولاړوي چې هاخوا د جګړې اراده لري، که د سولې؟"
ښاغلي نادري وویل چې د دولت هیئت به هڅه وکړي چې په راروانو مذاکرو کې تر ډېره په افغانستان کې د اوربند پر ټینګښت بحث وکړي، ځکه اوربند او په افغانستان کې د جګړې بندېدل د اکثرو افغانانو غوښتنه ده.
په قطر کې د طالبانو او افغان دولت مذاکره کوونکو هیئتونو د تماس ډلو تر یوې میاشتې ځنډ وروسته تېره دوشنبه په خپلو کې غونډه وکړه.
په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ختمېدو د اشرف غني بیاځلي ټینګار

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، یو وار بیا په هېواد کې د تاوتریخوالي پر ختمېدو ټینګار وکړ.
د جمهوري ریاست د پرونۍ اعلامیې له مخې، ولسمشر غني پرون مازیګر په ارګ کې د «سولې اعمار، دولت جوړونې او بازار جوړونې» په نوم ملي بحث کې ویلي چې اساسي غوښتنه په افغانستان کې د ۴۰ کلن تاوتریخوالي ختمېدل دي.
ولسمشر غني ویلي چې سوله یوه هیله نه، بلکې یو هدف دی چې د تحقق لپارهیې د لارې نقشه موجوده ده.
په دغه بحث کې د ځوانانو ځینو استازو هم د سولې، د اوربند د ټینګښت، ځوانانو ته د نورو فرصتونو د ایجاد په اړه خپلې غوښتنې مطرح کړې.
د غلام خان بندر له لارې د پاکستان لومړۍ صادراتي بسته تاجکستان ته ولېږدول شوه

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت تاجکستان ته، د غلام خان بندر له لارې د پاکستان د صادراتي مالونو د لومړۍ بستې د لېږد خبر ورکړ.
دغه وزارت پرون پنجشنبه په یوه اعلامیه کې وویل، په دغو مالونو کې ۳۰ ټُنه سبزیجات، د غلام خان بندر له لارې افغانستان ته راوړل شوي، بیا د کندز ولایت له شېرخان بندره تاجکستان ته لېږدول شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي، د خوست غلام خان بندر په وروستیو کې د تجارتي او ټرانزیني مالونو پر مخ پرانیستل شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغه بندر د پرانیستل کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د تورخم بندر ترڅنګ غلام خان بندر د تجارتي مالونو د لېږد رالېږد د ودې سبب کېږي.
د افغانستان په وړاندې چمتووالي لپاره د زېمبابوې کرکټ ملي لوبډلې تمریناتي کمپ

د زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې په ابوظبي کې د افغانستان په وړاندې د چمتووالي لپاره تمریناتي کمپ پیل کړی دی.
د زېمبابوې یوه خبري وېبسایټ زېمبابویان (Zimbabwean) پرون راپور ورکړی چې متحده عرب اماراتو ته د زېمبابوې ټیم له رسېدو سره سم د لوبغاړو د کرونا ټېسټونه شوي دي.
په پام کې ده د دواړو هېوادونو د کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان په کوربهتوب دوه ټېسټ لوبې او درې ۲۰ اووره مسابقې وکړي.
د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه راروانه سې شنبه (د مارچ دوهمه) پیلېږي او لومړۍ ۲۰ اووره مسابقه به د مارچ میاشتې پر ۱۷مه وشي.
د افغانستان د ټیم تکړه لوبغاړی راشد خان به د ګوټې د ټپ له کبله په لومړۍ ټېسټ لوبه کې برخه ونهلري.
جوزجان کې پولیسو د شرابو د تولید یو مرکز لهمنځه یووړ

د جوزجان ولایت پولیسو د شرابو د تولید یو مرکز لهمنځه یووړ.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معینیت وايي چې د جوزجان ولایت پولیسو د دې ولایت په مرکز کې د شرابو یوه کارخانه له ۱۵۰ لیټره تخمیر شويو کشمشو، ۴۰ لیټره شرابو او نورو وسائلو سره یوځای ویجاړه کړه.
د دې کارخانې مالک نهدی نیول شوی.
د افغانستان ۶ ولایتونو کې ۱۴ تنه د نشهيي موادو قاچاق کوونکي ونیول شول

د افغانستان په شپږو ولایتونو کې تر ۱۰ ډېر کسان د نشهيي موادو د قاچاق په تور ونیول شول.
له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۱۴ قاچاق کوونکي او د نشهيي موادو خرڅوونکي له ۲۷ کیلو ګرامه تاریاکو، ۲۰ کیلو ګرامه ښیښې، یو کیلو هیروئینو، دوو تومانچو او ۶۳ زره افغانیو سره یوځای نیولي دي.
نیول شوي کسان له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.
جلالاباد ښار کې څه د پاسه ۲۶ زره نشهيي ګولۍ ونیول شوې

د ننګرهار ولایت پولیسو په جلالاباد ښار کې څه د پاسه ۲۶ زره نشهيي ګولۍ ونیولې.
دغه ۲۶ زره ۲۵۵ نشهیي ګولۍ د موټرو د تلاشۍ پر مهال د جلالاباد ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې چې په یوه کرولا موټر کې پټ کړای شوي ول، نیول شوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل چې په دوو نورو عملیاتو کې له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو په غنيخېلو او نازیانو ولسوالیو کې ۳۶ کیلو ګرامه تاریاک، اته کیلو ګرامه هیروئین او پنځه کیلوګرامه چرس نیولي دي.
د دې موادو د قاچاق په تور څوک نهدي نیول شوي.
کابل کې څه د پاسه ۳۰ کیلو ګرامه هیروئین او ښیښه ونیول شوه

په کابل ولایت کې څه د پاسه ۳۰ کیلو ګرامه هیروئین او ښیښه ونیول شوه.
په لومړۍ پېښه کې د کابل ولایت پولیسو د حوت میاشتې پر پنځمه نېټه د کابل ښار په شمالي دروازه کې ۱۷ کیلو ګرامه ښیښه ونیوله چې په یوه موټر کې پټ کړای شوي او د کابل ښار تهیې قاچاق کوله.
د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر پولیس وايي چې په دوهمه پېښه کې ۱۷ کیلو ګرامه هیروئین ونیول شول چې په سفري بکسونو کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې هند تهیې قاچاق کړي.
د دې دوو قضیو په تړاو پنځه کسان هم نیول شوي دي.
سرپل کې یو ورزشي جمنازیوم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په سرپل ولایت کې د ۵۰ ملیونو افغانیو په لګښت یو ورزشي جمنازیوم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د سرپل والي قربانمراد وویل، دغه جمانزیوم په ۱۹۵۰ متره مربع ځمکه کې په عصري ډول جوړ شوی چې په یو وار د ۱،۵۰۰ نندارچیانو ځای لري.
دغه جمنازیوم د جمهوري ریاست د ملي پراختیا برنامې له لوري جوړ شوی.
د اسیا ملتونو جام کې د افغانستان فوټبال ملي ټیم درېیو لوبو وختونه تغییر شول

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم درېیو لوبو وختونه د کرونا ویروس د ګواښونو له امله تغییر شول.
د افغانستان فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل چې د اسیا فوټبال کنفدراسیون د پرېکړې له مخې د اسیا د ملتونو جام په سیالیو کې د افغانستان ملي لوبډلې لوبېدا انتخاب شاته ولوېد.
د ښاغلي مشعوف په خبره دغه سیالۍ به د مارچ میاشت کې نه، بلکې د جون په میاشت کې د (اې) ډلې په یوه هېواد کې وشي.
د (اې) ډلې اسیا ملتونو جام ۲۰۲۳ کال کې کېږي چې د قطر، عمان، افغانستان، هند او بنګلهدېش لوبډلې شاملې دي.
نامعلومو وسلهوالو د غزني ولایت مقام د جلساتو مدیر وواژه

د غزني ولایت یو چارواکی نن په یوه وسلهوال برید کې ووژل شو.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعهزاده نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ولایت د جلساتو مدیر محمد موسی اخلاقي نن ماسپښین د غزني ښار اړوند د امیر محمد خان کلا سیمه کې ووژل شو. ویاند زیاتوي چې پر اخلاقي او زوی یې د بېغږه تومانچې ډزې شوي.
ښاغلی جمعهزاده زیاتوي: "ناپېژانده وسلهوالو د غزني ولایت د مقام د غونډو تنظیموونکی مدیر ښاغلی محمد موسی خان اخلاقي د بېغږه تومانچې په ډزو شهید کړی دی او په پېښه کې د هغه زوی ټپي شوی دی."
له دې مخکې ۲۰۳ تندر قول اردو وویل، طالبانو تېر ماښام د اندړو ولسوالۍ د وړې ارزو او غټې ارزو سیمو پر پوستو د برید پلان درلود، خو افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې ۳۲ تنه طالبان وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.
تندر قول اردو: غزني کې ۳۲ وسلهوال طالبان ووژل شول او ۱۰ نور ټپيان دي

ملي اردو په غزني ولایت کې پر طالبانو د افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې د دې ډلې د ۴۲ وسلهوالو د مرګژوبلې خبر ورکوي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند اېمل خان مومند نن رسنیو ته په یوه استولي بیان کې وویل: "د ګډو امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې ۳۲ تنه طالبان وژل شوي او ۱۰ نور یې ټپیان شوي. همدراز له چاودېدونکو موادو ډک یو موټر چې د برید لپاره چمتو شوی و او یوه اندازه وسلې او مهماتیې لهمنځه وړل شوي."
ښاغلی مومند زیاتوي چې په دې جګړه کې درې افغان سرتېري هم ټپيان شوي.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نهدي ویلي.
لغمان او ننګرهار کې دوو فابریکو په کار پیل وکړ

په لغمان ولایت کې د ایوډین لرونکي مالګې او په ننګرهار کې د پلاستیکي توکو د تولید فابریکو په کار پیل وکړ.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په لغمان کې لومړنۍ د مالګې فابریکه ده چې په یو جریب ځمکه کې د ۶۰ زره ډالرو په پانګونې سره جوړه شوې او په یوه شپه او ورځ کې د یو ټن ایوډین لرونکې مالګې د تولید وړتیا لري.
دغه فابریکه خپل خام مواد د بلخ ، فاریاب او تخار ولایتونو د مالګې کانونو څخه ترلاسه کوي.
د اعلامیې له مخې په ننګرهار ولایت کې د پلاستیکي توکو یوه فابریکه د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په پانګونې سره جوړ شوې او تېره ورځ یې په کار پیل وکړ.
دغه فابریکه، بېلابېلي پلاستیکي توکي، ګلدانونه،پلاستیکي جګ او ګیلاسونه تولیدوي چې د اړتیا وړ اومه توکي هم د هېواد دننه موادو څخه ترلاسه کوي.
افغانستان ازبېکستان ته د وچې مېوې صادرات پيل کړل

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې ازبېکستان ته یې د وچې مېوې صادرات پيل کړل.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د کب ۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې د ایرا فورټ په نامه د یو کورني شرکت په همکاري دا صادارت پيل شول.
د ښاغلي رستمي په خبره تېره ورځ لومړۍ جوپه د ۶۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ ټنه سره ممیز ازبېکستان ته صادر شول.
څو ورځې وړاندې هم افغان دولت ۱۴ ډوله وچه مېوه هم کاناډا ته صادر کړه، د افغانستان وچې مېوې نړۍ کې ښه بازار موندلای.
افغانستان په سیمه کې د وچې مېوې یو مهم تولیدونکی هېواد دی چې د کال په اوږدو کې سیمې او نړۍ ته بېلابېل زرګونه ټنه وچه مېوه صادروي.
اروپايي ټولنې او افغان حکومت پر ۳ موضع ګانو بحث وکړ

اروپايي ټولنې او د افغانستان حکومت پر بشري حقونو، ښې حکومتوالۍ او کډوالۍ د خپلو کاري ډلو درېیمه مجازي غونډه کې بحث وکړ.
په دې غونډه کې چې پرون چهارشنبه (د کب ۶مه) وشوه، په دغو درېیو برخو کې د پرمختګونو او ستونزو په اړه بحث وشو.
د دې غونډې د ګډې اعلامیې له مخې، تر ډېره د رسنیو د کار کوونکو، مدني فعالانو او د قانون د تنفیذ پر چارواکو پر هدف وژنو تمرکز وشو.
اروپايي ټولنې د افغانستان له حکومته غوښتنه کړې چې د دغو فعالانو امن خوندي کړي او هغه کسان محاکمه کړي چې په دغسې هدفي وژنو کې لاس لري.