د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۷:۱۱

ایرو اېشیا رېویو: د افغانستان خاوره کې دسیسه، ایا چین-پاکستان کابل کې سره همکاري کوي؟


ځينې نړيوالې ورځپاڼې
  • ايرو اېشيا رېویو

ایرو اېشیا رېویو خپرونه، د افغانستان په خاوره کې دسیسه، ایا سینوـپاک په کابل کې سره همکاري کوي؟ تر سرلیک لاندې په یوه تحلیلي مطلب کې لیکي، د افغانستان په خاوره کې له پاکستان سره د مخ په زیاتېدونکې همکارۍ لپاره د پیکېنګ لېوالتیا په دغه نیمه وچه کې کړکېچ لا زیاتوي او هغو اندېښنو ته لا ډېر پام اړوي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د هېوادونو د پولو ترمنځ د ترورېزم پر سر څرخي.

ایرو اېشیا رېویو لیکي، د افغانستان حکومت په دې وروستیو کې د چینایي جاسوسانو د یوې ۱۰ کسیزې ډلې چې ویل کېږي د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر کې یې له حقاني شبکې سره تماس ټینګ کړی و، موضوع افشا کړه.

دغه ډله چې ویل کېږي، د چین د کورني امنیت د وزارت پورې تړلې د چین د جاسوسۍ له ادارې سره‌یې اړیکې درلودې، د چین د حکومت د مداخلې په نتیجه کې د افغانستان حکومت د تېر کال په ډسمبر کې له خاورې وایستله.

خپرونه وړاندې لیکي، که څه هم په دې اړه چې دغه ډله په افغانستان کې د جاسوسۍ پر څه ډول فعالیتونو بوخته وه، نور جزئيات نه‌دي په ډاګه شوي، خو یو شمېر هندي رسنیو ویلي چې دغې ډلې له دواړو د حقاني شبکې او طالبانو له غړو سره اړيکې ټينګې کړې وې.

چین دا خبره چې ګواکې دغه چینایان دې له افغانستانه د جاسوسۍ په تور ایستل شوي وي، رد کړې خو د افغانستان د ملي امنیت ریاست د افغانستان ولسي جرګې ته تأیید کړې چې د یوې چینایي جاسوسۍ شبکې غړي یې نیولي وو.

ایرو اېشیا رېویو خپرونه وړاندې لیکي، چین په افغانستان کې ستراتېژیکې ګټې لري او دې هدف ته د رسېدو لپاره‌یې هڅې کړي چې له دې هېواد سره خپلو ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو ته پراختیا ورکړي.

که له یوې خوا پیکېنګ هڅه کوي چې په بډایه طبیعي زېرمو لرونکي افغانستان کې خپلې ریښې وځغلوي، د سیمې امنیت هم ورته ډېر مهم دی.

دې ته په پام چې افغانستان‌یې د شینجن نیمه ولسواکه سیمې د جغرافیې په محدوده کې پروت دی، پیکېنګ سره له دې چې رسماً یې د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کړی، خپلي امنیتي ګټې ډېرې په دې کې هم ویني چې له طالبانو سره له نږدې اړیکې ولري.

  • سټارز انډ سټرايپس

امریکایۍ سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼه لیکي، روانه اوونۍ امریکایي پوځیانو ته په افغانستان کې د کرونا ويروس ضد واکسین لړۍ پیل شوه.

د ورځپاڼې په لیکنه، په دې هېواد کې دېره امریکایي سرتېرو ته چې اوس‌یې شمېر شاوخوا دوه‌نیم زرو ته رسېږي، د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ پر وړاندې د مودرنا واکسین ورکول کېږي.

د امریکا پوځ په یوه خبرپاڼه کې دغه‌راز ویلي چې دغه واکسین به په دې هېواد کې نورو، ملکي پرسونل او قراردادیانو ته چې شمېر يې له ۱۸ زرو زیات دی، هم ورکړل شي.

د سټارز انډ سټرایپس په لیکنه پوځ په خبرپاڼه کې ویلي چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ضد واکسین هغو کسانو ته ورکړل شو چې په دندو کې ډېر پر کرونا ویروس د اخته کېدو له خطر سره مخامخ دي او هم هغوی ته چې شرایط‌یې داسې دي چې پر کرونا ویروس د اخته کېدو په صورت کې له ستر خطر سره مخامخ کېدای شي.

ستارز انډ سټرایپس وړاندې لیکي، امریکایي چارواکي په دې اړه چې په افغانستان کې څومره سرتېري پر کرونا ویروس اخته شوي، خبرې نه‌کوي او پنټاګون هم په سیمه‌ییزه کچه د کرونا ویروس د مثبتو پېښو اعلانول درولي، خو په ټوله کې د پوځ د پرسونل ۱۸ غړي د کرونا ویروس له امله مړه شوي او له ۱۳۰ زرو زیات هم پرې اخته شوي دي.

پر دې سربېره ۵۴ قراردادیان او د امریکا د دفاع وزارت ۱۴۵ ملکي کارکوونکي د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.

سټارز انډ سټرایپس وړاندې لیکي، د تېر کال په دوبي کې امریکایي ځواکونو خپلو افغان ملګرو ته مخامخ د سلا او مشورې ورکولو بهير وروسته تر دې ودراوه چې جلال‌اباد ښار ته نږدې پوځي اډه کې د شاوخوا ۳۰۰ اوګاندایانو چې د ساتونکو دنده مخ ته وړي، د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې.

XS
SM
MD
LG