د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ کب ۱۳۹۹ کابل ۰۵:۴۷

بلخ کې د سَرې 'کود' او برېښنا فابریکې تولید ۵۰ سلنه کم شوي


بلخ کې د سَرې 'کود' او برېښنا فابریکه

په بلخ کې د سَرې یا کود او برېښنا فابریکې مسئولان وايي، د ګازو د کموالي له کبله یې تولید ۵۰ سلنه کم شوی دی.

د دغې فابریکې د مشر عبدالرحمن افغان په خبره، تردې پخوا د سَرې او برېښنا دغې دولتي فابریکه کې ۳ زره کسانو کار کاوه، خو د تولید د کچې کمېدو سره یې د کار کوونکو شمېر ۱۶۴۵ کسانو را ښکته شوی دی.

په دغه فابریکه کې د نارینه وو ترڅنګ ۲۳۰ ښځې هم په اداري او فني برخو کې په کار بوختې دي.

ړنا یو له همدې کار کوونکو څخه ده چې د فابریکې د لابراتوار په برخه کې کار کوي وايي: "اته دېرش کاله کېږي چې دغه فابریکه کې کار کوم، له خپل کاره خوښه یم خو وسایل زاړه شوي او تولید یې کم کړی. موږ ته وسایل نشته او فابریکه باید تولید ولري."

ړنا ددغې فابریکې د لابراتوار په برخه کې کار کوي
ړنا ددغې فابریکې د لابراتوار په برخه کې کار کوي

د سَرې او برېښنا فابریکه چې په ۱۳۴۳ لمریزکال کې د پخواني شوروي اتحاد په ملاتړ بلخ ولایت کې جوړه شوې وه، د مزارشریف ښار لویدیځ ته په ۱۸ کیلومترۍ کې پرته ده.

دغې فابریکې په لومړي ځل ۱۳۵۰ هجري کال کې د حرارتي برېښنا تولید پيل کړ او درې کاله وروسته یې د کیمیاوي سَرې یا کود تولید ته هم مخه کړه.

د بلخ د سَرې او برېښنا فابریکې په لومړيو کې د ۴ توربینونو په لرلو سره په هر ۲۴ ساعتونو کې ۴۸ مېګا واټه حرارتي برېښنا او په درېیو اګري ګاردونو ۴۸۰ ټنه کیمیاوي سره یا کود تولیداوه.

بلخ کې د سرې او بريښنا فابریکې تولید ۵۰ سلنه کم شوی دی چې له امله یې کابو ۱۵۰۰ تنه کارکوونکي له دندو لرې شوي دي.

خو اوس د دغې فابریکې مشر عبدالرحمن افغان وايي، د سَرې او برېښنا فابریکه په هر ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۱۰۰ ټنه کیمیاوي سَره او ۱۴ مېګا واټه برېښنا تولیدوي.

د هغه په خبره، تر دوو کلونو وړاندې هم دغې فابریکې هر کال تر ۸۰۰ میلیونو افغانیو عواید درلودل، خو په وینا یې اوس د امنیتي ستونزو او د افغان ګاز دولتي شرکت له لوري دغې فابریکې ته د ګاز په ورکړه کې د کموالي په خاطر یې عواید د کال ۵۰۰ میلیونه افغانۍ کم شوی دی.

د فابریکې مشر عبدالرحمن افغان
د فابریکې مشر عبدالرحمن افغان

ښاغلي افغان زیاته کړه: "ګاز کم دی او په همدې دلیل زموږ تولید کم شوی دی. که ګاز موږ ته بشپړ راکول شي، د تولید کچه مو درې برابره زیاتېږي."

د بلخ د سَرې او برېښنا فابریکې مسئولان وايي چې دغه فابریکه کې د هوا د تجزیې برخه هم فعاله ده چې مایع اکسیجن، نایتروجن، امونیا او کاربون ډای اوکساید تولیدوي.

فدا محمد د اکسجن د تولید برخې یو کار کوونکی دی وايي چې د شمال او شمال ختیځ ۹ ولایتونو روغتونونو ته په ورځ کې ۵۰۰ بالونونه اکسیجن له همدې فابریکې چمتو کېږي.

هغه زیاته کړه، که دولت د دغې فابریکې وسایل نوي کړي او د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د تولید په برخه کې بدلون راولي، د سَرې او برېښنا دا فابریکه کولی شي د ټول افغانستان د روغتونونو د اړتیا وړل اکسیجن تولید کړي.

فدا محمد دغه فابریکه کې د نویو وسایلو د نصب غوښتنه کوي: "دولت مکلف دی چې د کوډ او برېښنا فابریکې ته پاملرنه وکړي. وسایل نوي کړي، څو تولید لوړ شي."

د سَرې او برېښنا فابریکې ګاز له شبرغانه د افغان ګاز دولتي شرکت له خوا د ۹۴ کیلومتره پایپ لاین په واسطه برابریږي چې د فابریکې د چارواکي په وینا د پخوا پرتله کم شوی دی.

د سَرې او برېښنا فابریکې مشر وايي، تېرو دوو کلونو کې درې ځلې دا پایپ لاین د طالبانو له خوا ویجاړ شوی او روان کال هم کابو د اوو میاشتو لپاره د دغې فابریکې تولید د ګازو د نشتوالي او ګواښونو له امله بند وو.

XS
SM
MD
LG