- نيويارک ټايمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کابل د نا امنیو په اړه په خپله وروستۍ ګڼه کې یوه مقاله خپره کړې ده.
په مقاله کې راغلي، چې په کابل یوه ویره خپره ده او د خلکو د ژوند برخه ګرځېدلې.
نیویارک ټایمز د کابل ښار له ځینو اوسېدونکو سره خبرې کړي.
له هغې ډلې د تایمني یوه ځوان دوکاندار شمس الله امیني ورته ویلي: " کله چې موټر کې کېنئ ډاریږئ، پیاده ځئ هم ډارېږئ، دوکان کې هم وېره لرئ."
د نیویارک ټایمز په لیکنه وېره او ترهه له پخوا د افغانانو د ژوند یوه برخه ګرځېدلې او ورسره ورسره د طالبانو د مرګونو بریدونو احتمال هم ځي.
د ورځپاڼې په لیکنه سره له دې چې په دوحه کې د طالبانو او دولت خبرې روانې دي داسې احساس کېږي چې په کابل کې ژوند ډېر له نازک پړاو تېرېږي.
د کابل ښار په تایمني سیمه کې د دوو ښځینه قاضیانو وژل کېدو ته هم د نیویارک ټایمز په دې مقاله کې اشاره شوې ده.
نیویارک ټایمز په دې تړاو د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د مشرې شهرزاد اکبر ټوېټ ته اشاره کړې چې ویلي يې دي: "افغانستان له هغه څه کړېږي چې ښکاري یوه سیستماتیکه وژنه ده او نړۍ یې ننداره کوي."
یکشنبه سهار اته نیمې بجې د کابل په تایمني کې د سترې محکمې دوه قاضیانې قاضي ذکیه هروي او قاضي قدریه یاسیني په ډزو سره ووژل شوې.
- ګارډین
ګارډین بریټانیايي ورځپاڼې هم د همدغو دوو قاضيانو د وژل کېدو په تړاو یوه مقاله خپره کړې ده.
ورځپاڼې د قاضي ذکیه هروي د ورور حاجي مصطفي هروي له قوله لیکلي، چې سهارنۍ باندې لګیا و چې د ډزو غږ یې واورېد او ماشومانو چیغې کړې.
په برید کې لومړی موټر چلوونکی په نښه شوی و او وروسته په قاضیانو ډزې شوې وې.
قاضي ذکیه په تندي په مرمۍ لګېدلې وه او ځای پر ځای یې ساه ورکړې وه.
ګارډین هم د وېرې او ترهې یادونه کړې چې په کابل حاکمه ده او لیکلي یې دي په ځینو سیاستوالو، خبریالانو، فعالانو او دینی عالمانو باندې تر هدفي بریدونو وروسته د کابل اوسېدونکي په وېره کې دي.
د وژل شوې قاضي ذکیې ورور مصطفی هروي ویلي، فکر يې نه کاوه چې د دوی کورنۍ دې هم په روان تاوتریخوالي کې د وېر په ټغر کېني.
که څه هم چا په کابل کې د دوو ښځینه قاضیانو د وژلو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د هروي کورنۍ وايي طالبانو یې خور وژلې او حکومت یې په ساتنه کې ناکامه و.