افغانستان
ملي دفاع وزارت د هلمند د امنیتي وضعیت ښه کېدو لپاره تازه هڅې کړي

د افغانستان لوی درستیز، محمد یاسین ضیا د هلمند ولایت امنیتي او امنیتي مسوولانو ته سپارښتنه وکړه، چې د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره جدي اقدامات وکړي.
د دفاع وزارت یوه ویاند مواد امان، تېره شپه ازادۍ راډیو ته وویل، ښاغلی ضیا پرون سې شنبه هلمند ته لاړ.
هغه وویل: "د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د هلمند د وضعیت ارزونې لپاره دغه ولایت ته سفر وکړ. په دې ولایت کې یې د ملي اردو لاسته راوړنې وستایلې او د هلمند لوړپوړو چارواکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د هلمند د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره نور اقدامات وکړي."
هلمند د افغانستان له ناامنو ولایتونو دی، چې د ازادۍ راډیو خبریال محمد الیاس داعي هم په کې د نومبر پر ۱۲مه، د ده په موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
سټولټنبرګ: په افغانستان کې د ناټو حضور شرایطو پورې تړلی

د ناتو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، له افغان ولسمشر اشرف غني سره یې د سولې د پروسې په اړه خبرې کړې او هغه ته یې ویلي چې د ناتو دریځ نه دی بدل شوی او په افغانستان کې یې حضورپه شرایطو پورې تړلی دی.
ښاغلي سټولټنبرګ دا خبره نن په یوه ټویټ کې کړې او ویلي یې دي چې ناتو د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي تر څو افغانستان بیا هیڅکله هم د نړیوال تروریزم په خوندې ځای بدل نه شي.
په عین حال کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه ټویټ کې ویلي، چې په دې ماموریت کې د شاملو ۳۸ هېوادونو شاوخوا لس زره سرتېري به د افغان ځواکونو چې د خپل هېواد امنیت ساتي، د روزنې، هغوی ته د سلا ورکولو او مرستو چارو ته دوام ورکړي.
په یوه بله ټویټ کې لیکل شوي، چې د دې ماموریت یوه جګپوړي قومندان ایټالوي جنرال البرتو ویزولي په هرات کې د ناټو یو مډال هغو سرتېرو ته ورکړ چې د افغان ځواکونو د روزنې په دې ماموریت کې یې ونډه اخیستې ده.
چارواکي: تخار او کندهار کې د طالبانو د بریدونو مخه ونیول شوه

په تخار او کندهار کې چارواکي د طالبانو د حملو د په شا تمبولو او دې ډلې ته د زیانونو د اړولو خبر ورکوي.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل ازادي راډیو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د طالبانو د یوې حملې مخه ونیوله.
نوموړي طالبانو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه وویل: "د صادق په نوم چې د لایزري قطعې مرستیال دی، په ګډون پنځه طالبان وژل شوي او څو تنه هم ټپیان دي."
ښاغلي اسیر په دغو نښتو کې خپل لور ته د یوه سرتېري د ټپي کېدو خبره وکړه.
په عین حال کې د افغانستان دفاع وزارت وایي، په کندهار کې یې د وسلهوالو طالبانو د پراخو بریدونو مخه نیولې او د دې ډلې له ۲۰ زیات وسلهوال یې وژلي دي.
دې وزارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ طالبان د کندهار ولایت "ژړۍ" او " ارغنداب" ولسوالیو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو چې دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې پرې بریدونه وکړل.
د دغو بریدونو په پایله کې ۲۵ طالبان ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.
د خبرپاڼې له مخې د نښتو په پایله کې د طالبانو دوه پټنځایونه او یوه اندازه وسلې او مهمات لهمنځه یوړل شول.
طالبانو په تخار او کندهار کې دې ډلې ته د اړول شویو زیانونو په اړه د دغو ادعاوو په اړه تر اوسه څه نهدي ویلي.
پولیسو د کابل ښار د ګذر یو وکیل له مهماتو او پوځي تجهیزاتو سره ونیوه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو یې د کابل ښار د ګذر یو وکیل له دوو کلاشینکوفونو او یوې اندازې مهماتو او پوځي تجهیزاتو سره نیولی دی.
د وزارت ویاند طارق ارین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه مهمات په ۱۳ حوزه کې د ګذر له وکیل څخه ترلاسه شوي دي.
ارین وایي، په دې اړه د پولیسو پلټنه روانه ده.
دا په داسې حال کې ده چې پلازمېنه کابل کې نا امنیو او هدفي وژنو خلک اندېښمن کړي دي.
همدا نن سهار هم د ملي شورا سړک ته نږدې او د ۱۱مې حوزې په مربوطاتو کې پر دوو موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې چې د کابل امنیه قومانداني وایي، مرګژوبله نهلري.
پرون دغه ښار کې ناپېژانده وسلهوالو د سترې محکمې دوه قاضیانې په ډزو ووژلې.
عبدالله: مذاکره کوونکې ډله هڅه کوي روانې مذاکرې په سرعت مخ ته لاړې شي

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس وايي، د افغانستان مذاکره کوونکې ډله هڅه کوي چې په قطر کې روانې مذاکرې په سرعت مخ ته لاړې شي
عبدالله عبدالله دا خبره په هغه دوهمه مجازي غونډه کې وکړه چې پرون د افغانستان د سولې له پروسې د اجماع د پیاوړتیا په هدف رابلل شوې وه.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه: "تر هغه ځایه چې په موږ اړه لري، یو اصل چې زموږ مذاکره کوونکې ډله بهیې تعقیبوي، تر خپله وسه روانو مذاکرو ته د سرعت بخښل دي. البته چې ټولشموله جوړجاړي ته رسېدل زموږ هدف دی."
په قطر کې د دولت او طالبانو مذاکراتي ډلو پرون ماښام په جلا جلا ټویټونو کې وویل چې د دواړو لورو د مذاکراتي ډلو مشرانو او غړو په خپلو کې غونډه وکړه چې د اجنډا ترڅنګیې د راروانو غونډو په اړه بحث وکړ.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، وړمه ورځ یعنې د شنبې ماښام د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر او د مذاکراتي ډلې له مشر عبدالحکیم حقاني سره د سولې پر موضوع خبرې وکړې.
عامې روغتیا وزارت د دیني عالمانو په مرسته د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي هڅه کوي، ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین په تطبیق کې د دیني عالمانو مرسته خپله کړي.
دغه وزارت وايي سر له نن دوشنبې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د ګوزڼ ضد واکسین بل کمپاین پیلوي.
د عامې روغتیا وزارت یوه ویاند نور الله ترهکي ازادي راډیو ته وویل: "د عالمانو په ملتیا د کلي د مشرانو په همکارۍ مخ په وړاندې روان یو. پر هېوادوالو مو غږ دی چې په دې برخه کې له روغتیا وزارت سره ملتیا وکړي، تر څو هغو ماشومانو ته چې له پولیو ضد واکسین بېبرخې پاتې دي، دا واکسین ورکړل شي."
روغتیا وزارت مخکې ویلي وو چې د تېرې میاشتې له کمپاین څخه ۳ ملیونه ماشومان بېبرخې پاتې دي. په هغه کمپاین کې ۹ ملیونه او ۹ لکه ماشومانو ته د واکسین رسول پلان شوي وو.
په ۲۰۲۰م کال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۵۶ ته ورسېد چې دا له ۲۰۰۱م کال راهیسې تر ټولو لوړ شمېر دی.
ننګرهار کې تر ۴۳۰ ډېر سرتېري د سیمهییزې اردو لپاره وروزل شول

په ننګرهار ولایت کې د ملکي هوايي ډګر او درېیو ولسوالیو د امن ټینګولو لپاره تر ۴۳۰ ډېر سرتېري د سیمهییزې اردو لپاره وروزل شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي پرون ازادي راډیو ته وویل، دغو کسانو ته پوځي روزنه ورکړل شوې ده.
ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي: "دغو سرتېرو مخکې د سیمهییزو پولیسو په لیکو کې دندې ترسره کولې چې د اړوندو سیمو دي او تر دې وروسته به د ملي اردو له ټولو امکاناتو برخهمن شي. دوی رسماً فارغ او خپلو سیمو ته ولېږل شول."
هغه ولسوالۍ چې دغه تازه فارغ شوي کسان به پهکې وګمارل شي کوټ، اچین او دوربابا ولسوالۍ دي.
د افغانستان په ختیځ کې د ولسي ملاتړ د پروګرام مشر سید الرحمن موند ډاډ ښوولی چې د سیمې اوسېدونکي به له دغو ګمارل شویو سرتېرو سره هر ډول همکاري وکړي.
تندر قول اردو: غزني کې د وسلهوالو طالبانو حمله شنډه شوه

۲۰۳ تندر قول اردو وايي په غزني ولایت کې یې د وسلهوالو طالبانو یوه حمله شنډه کړې ده.
د دې قول اردو ویاند اېمل خان مومند پرون رسنیو ته وویل، طالبانو غوښتل پرون ماسپښین د ګیلان ولسوالۍ په بختیار سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید وکړي.
ښاغلي مومند وویل، امنیتي ځواکونو ځوابي اقدام وکړ: "د دفاعي او امنیتي ځواکونو بیدارو منسوبینو د ترهګرو طالبانو د دې شوم پلان تر عملي کېدو مخکې دوی ته کمین نیولی و او د دوی برید یې له ماتې سره مخ کړی. په پایله کې د مولوي قدرت د ترهګرې ډلې دوه تنه ترهګر طالبان وژل شوي دي."
وسلهوالو طالبانو د دې پېښې په اړه رسماً کومه تبصره نهده کړې.
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پیلېږي

سبا په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد یا پولیو واکسین پیلېږي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، دا کمپاین به پنځه ورځې دوام وکړي چې په کې به نږدې لس میلیونه ماشومان واکسین شي.
د دې وزارت مرستیال ویاندې معصومه جعفري وویل، د کرونا په خاطر د واکسین لړۍ درېدلې وه: "په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا د ناورین په خاطر او د دې لپاره چې د کرونا ویروس د خورېدو مخه ونیول شي د پولیو د واکسین کمپاین د پنځو میاشتو لپاره ودرېد. دا کار د دې لامل شو چې ټول هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شي."
تېر ۲۰۲۰ میلادي کال افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه وروستي هېوادونه چې لا هم په کې د پولیو مثبتې پېښې ثتبیږي.
کابل کې فوټبال سیالۍ: پروان- بامیان او لوګر-پنجشېر به سره ولوبېږي

د افغانستان د فوټبال فدارسیون وايي چې سبا به د مرکزي زون د ۱۵ کلنو فوټبال لوبې پيل شي.
د دغه فدارسیون ویاند فیروز مشعوف نن یکشنبه (د مرغومي ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې په دغو لوبو کې به د مرکزي زون "کابل، بامیان، لوګر، کاپیسا، پروان او پنجشیر" ولایتونو شپږ لوبدلې برخه ولري.
ښاغلی مشعوف زیاتوي چې د دغو لوبو پچه اچونه تېره ورځ ناوخته د فوټبال فدارسیون چارواکو او د لوبډلو د استازو په شتون کې وشوه.
دغه سیالۍ سبا په غازي سټډیوم کې پیلېږي چې د لوبې په لومړۍ ورځ به پروان لوبډله له بامیان لوبډلې سره په خپلو کې سیالي وکړي او په همدې ورځ په دوهم لوبه کې لوګر لوبډله له پنجشیر لوبډلې سره مخ شي.
افغان چارواکو او د بشري حقونو ډلو پر ښځينه قاضیانو برید وغانده

افغان چارواکو او د بشري حقونو ځینو نړیوالو ډلو په کابل کې د ښځينه قاضیانه وژنه غندلې ده.
د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم نن یکشنبه (د مرغومي ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې دوه قاضیانې د کابل په تایمني کې د یوه وسله وال کس له خوا په ډزو وژل شوې دي.
د راپورونو له مخې په پېښه کې دوه نورې قاضیانې ټپیانې شوي دي.
د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان د ښځو د حقونو د څانګې سرپرستې هیدر بار لیکلي، د افغانستان د ښځینه قاضیانه یوه سلنه ووژل شوه.
هغې په خپل ټوېټ کې زیاته کړې چې د سولې خبرو تاوتریخوالی زیات کړی.
د سترې محکمې د راپورونو له مخې ټول افغانستان کې دوه سوه ښځينه قاضیانې کار کوي چې له ډلې یې دا دی نن دوه تنه ووژل شوې.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دوو ښځینه قاضیانو وژنه او د دوو نورو ټپي کېدل غندلي دي.
ارګ ماڼۍ د ولسمشر غني په حواله لیکلي چې :"د طالبانو یا نورو ترهګرو ډلو له خوا په بې دفاع افغانانو باندې برید د اسلامي د اسلامي ارشاداتو او سولې روحیې خلاف دی."
هغه ویلي چې افغان امنیتي ادارې دې په دې اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي.
چا په کابل کې پر ښځینه قاضیانو د برید مسوولیت نه دی منلی، خو په دې وروستیو کې د داسې هدفي وژنو پړه افغان چارواکو او امریکايي ځواکونو په وسله والو طالبانو اچولې ده.
د ننګرهار وادي کانال شرکت ۵۴ زره بې روزګارو کار پیدا کړ

د ننګرهار وادي کانال شرکت ۵۴ زره بې روزګارو خلکو ته د کاري زمینې برابرولو خبر ورکوي.
د ننګرهار د کانال شرکت ویاند همایون غریبمل ازادي راډیو ته وویل چې د دغه شرکت د زیتونو په څلورګونو فارمونو کې یې د ښاخونو پرېکولو او ویالو جوړولو شپږ میاشتني پروګرام پیل کړی چې په کې به ۵۴ زره بې روزګاره خلک په کار بوخت وي.
د غریبمل په خبره، په دغو کسانو چې په یاد پروګرام کې په کار بوخت دي، ۴زره ټنه غنم هم وېشل کېږي.
غریبمل وایي، له دې پروګرامه یې هدف د زیتونو د فارمونو سمه پالنه او بې روزګارو خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.
د افغانستان زعفرانو لومړی مقام خپل کړ

د افغانستان زعفرانو د ذایقې نړیوال انسټیټیوټ له لوري لومړی مقام خپل کړ.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت فواد احمدي ازادي راډیو ته وویل چې د دغه انسټیټیوټ له لوري د افغانستان زعفرانو ته د ښه خوند له امله د سرو زرو درې ستوریز مډال ورکړل شوی.
د ذايقې نړیوال انسټیټیوټ چې یو معتبر انسټیټیوټ دی، په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په بلجیم کې جوړ او تر اوسه یې په نړۍ کې بېلابېل خوراکي توکي د خوند يا ذایقې له پلوه ارزولي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان زعفران په نړیواله کچه لومړی مقام خپلوي، بلکې له تېرو څو کلونو راهیسې په پرله پسې ډول د افغانستان زعفران په نړۍ کې لومړی مقام ترلاسه کوي.
جو بایډن د خپل کار په لومړیو ورځو کې ځیني اجرايي اقدامات کوي

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن به په سپینه ماڼۍ کې د خپل کار په لومړیو ورځو کې ځیني اجرايي اقدامات وکړي.
د متحده ایالاتو لوی درستیز ران کلاین پرون (شنبه) وویل، د لوړې له مراسمو وروسته به د منتخب ولسمشر یو مهم کار دا وي چې د اسلامي هېوادونو اتباعو ته په سفر کې اسانتیا راولي.
په امریکا کې د ولسمشر اجرايي فرمان د کانګرس پرېکړې ته اړتیا لري.
کلاین ویلي چې د بایډن د لومړیو ورځو په پروګرامونو کې د پاریس اقلیمي تړون ته د امریکا ورګرځېدا او د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په فدرالي ادارو کې د ماسک تړل هم شامل دي.
نامعلومو وسلهوالو په کابل کې دوه ښځینه قاضیانې وژلي

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د نامعلومو وسلهوالو په حمله کې په کابل کې دوه ښځینه قاضیانې ووژل شوې.
د راپورونو له مخې، دا پېښه نن سهار اته نیمې بجې په قلعه فتحالله کې وشوه.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې دواړو قاضیانو په ستره محکمه کې کار کاوه.
راپورونه وايي چې په دې برید کې دوه نورې ښځینه قاضیانې ژوبلې شوې دي.
په وروستیو کې په کابل او نورو ښارونو کې دې ته ورته هدفي بریدونه ډېر شوي او اکثره افغانانیې اندېښمن کړي دي.
عموماً د دې ډول بریدونو مسؤلیت څوک په غاړه نهاخلي، خو دولتي چارواکي وايي چې هدفي بریدونه د طالبانو له لوري کېږي.
د افغانستان مالیې وزارت: د بودجې تصویب کې ځنډ مو له ستونزو سره مخ کوي

د افغانستان مالیې وزارت وایي، د ۱۴۰۰م مالي کال د بودجې په تصویب کې ځنډ دوی په اوږدمهال کې له ستونزو سره مخامخ کوي.
د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدي دا خبرې پرون شنبه داسې مهال ازادي راډیو ته وکړې چې ولسي جرګې د دوهم ځل لپاره د دغې بودجې طرحه رد کړه.
ښاغلی مسجدي زیاتوي: "تر څو چې بودجه پاس شوې نهوي، موږ هېڅ پروژه شروع کولای نهشو او نه هم د پروژې قرارداد او مطالعه کېږي، هر څومره چې وخت ځنډېږي، هماغومره د پروژو تطبیق وروسته کېږي، یعنې په وخت او زمان سره نهتطبیقېږي، که چېرته وخت زیات تېرېږي، بیا ورو ورو مشکلات زیاتېږي."
مالیې وزارت وایي، د بودجې د طرحې بله بڼه به هم ولسي جرګې ته ولېږي، خو وایي دا چاره لږ وخت نیسي ځکه چې د کابینې منظورۍ ته هم اړتیا لري.
مالیې وزارت په وروستۍ طرحه کې چې ولسي جرګې رد کړې، ۱۴۰۰م مالي کال ته ۴۷۳ میلیارده افغانۍ بودجه ځانګړې کړې ده.