د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

د سولې د بين الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو خبرې به څومره وغځېږي؟


قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور-12.9.2020
قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور-12.9.2020

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي قطر او څو نورو هېوادونو ته په دې هیله سفر کوي، چې د سولې د مذاکرو په بله مرحله کې محسوس پرمختګونه وشي.

ښاغلی خلیلزاد د یکشنبې په ورځ د قطر تر څنګ د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان په سفر وتلی دی.

په پام کې وه، د دولت او طالبانو مذاکره کوونکي نن سې شنبه خپلې مذاکرې تر ۲۰ ورځنۍ وقفې وروسته پیل کړي، خو د دولت د هیئت سفر پرون ظاهرا د خرابې هوا له کبله وځنډېد.

صالح محمد صالح د امریکا په نبراسکا پوهنتون کې د افغانستان د مطالعاتو د مرکز له رئیس شېرجان احمدزي سره مرکه کړې ده.

په پیل کې یې پوښتلی، د سولې د مذاکرو په لومړي پړاو کې یوازې پر کړنلار او مقدمې سلا کېدو درې میاشتې وخت ونیوه، څه فکر کوئ را روانې مذاکرې به څومره وغځېږي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لينک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00
XS
SM
MD
LG