د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

په لومړي ځل د ښځينه ريفريانو یوه ډله د سیالیو منځګړتوب لپاره نومول شوې


بیبیانا استینوس يو له هغو ښځينه ريفريانو ده چې په جرمني د فوټبال سیالیو کې منځګړتوب کوي.
May 13, 2018
بیبیانا استینوس يو له هغو ښځينه ريفريانو ده چې په جرمني د فوټبال سیالیو کې منځګړتوب کوي. May 13, 2018

د فوټبال په تاریخ کی د لومړي ځل لپاره دریفری ښځو یوه ډله د نارینه وو ترمنځ سیالیو کې د منځګړتوب لپاره نومول شوې ده.

د نړۍ د فوټبال فدراسیون يا فیفا نن اعلان وکړ، چې د ښځينه ریفریانو یوه ډله دنارینه وو ترمنځ سیالیو کی د منځګړیتوب لپاره نومول شوې ده.

د جرمني خبري آژانس رپوټ وايي، د برازیلۍمشهورې فوټبالرې دینا الویس باتیستیا په مشرۍ درې کسیزې ډلې څخه غوښتل شوي دي چې په قطر کې د راتلونکې میاشت سیالیو منځګړیتوب وکړي.

څلویښت کلنې مېرمنې باتیستا چې په ۲۰۱۹ کال کې د څو نړیوالو سیالیو منځګړیتوب کړی دی د امریکا او انګلستان د سيمې فاینل لوبې منځګړې هم وه.

د مېرمن باتیستا دوه مرستیالانو کې یې یوه خپله هېوادواله اوبله د برازیل ده.

د قطر د لوبو لپاره اوه منځګړي دولس مرستیالان او اوه ویډیويي همکاران نومول شوي دي.

ټاکل شوې ده، چي د لوبو د حکمیت لپاره د غبرګو منځګړیو د غوره کولو قرعه کشي د جنوري په شپاړسمه په زیوریخ کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG