د امریکا ۱۰ پخوانیو دفاع وزیرانو د پنټاګون یا دفاع وزارت څخه غوښتي چې د واک سولهییز انتقال ته ژمن پاتې شي او خبرداری یې ورکړی چې د واک د انتقال په چارو کې د پوځ مداخله به خطرناکه وي.
د ټرمپ د جمهوری ریاست د دوران د دوه پخوانیو دفاع وزیرانو په شمول دغو وزیرانو دا خبره په یوه لیکلي بیان کې کړې چې پرون خپور شو.
دوی ویلي چې د واک سولهییز انتقال د امریکا د ولسواکۍ یوه خاصه نښه ده او له اوسني سرپرست دفاع وزیر کریستوفر مېلر څخهیې غوښتي چې د ډونالد ټرمپ له هغو هلو ځلو ځان لیرې وساتي چې په واک کې د پاتې کېدو لپارهیې لري.
ټاکل شوې چې دوه اوونۍ وروسته واک منتخب ولسمشر جو بایډن ته انتقال شي.
د دیک چیني، ډونالد رمسفېلد، جېمز مټېس او مارک اسپر په شمول دغه ۱۰ پخواني دفاع وزیران وایي د انتخاباتي اختلافاتو او کړکېچ په حل کې د وسلهوالو ځواکونو مداخله به خطرناک او جدي نتایج ولري.
دوی وایي د واک د انتقال مرحله کېدای شي د هېواد د دښمنانو او سیالانو لپاره چې غواړي د ملي امنیت د بېاطمینانۍ څخه ګټه واخلي زیانمنونکې او کمزورې وي.
پخوانیو دفاع وزیرانو ویلي چې اوس د دې وخت نهدی چې د تېرو انتخاباتو نتایج تر پوښتنې لاندې راوستل شي او په راتلونکو ورځو کې به دغه نتایج د نوي کانګرس لهخوا تأیید شي.
ټاکل شوې چې نوی کانګرس د چهارشنبې د ورځې په ګډه غونده کې د امریکا د وروستیو انتخاباتو نتایج چې جو بایډن ګټلي تأیید کړي.
سره له دې چې دغه اجراات تشریفاتي بڼه لري، خو دا ځل ځکه مهم دي چې د کانګرس ځینو جمهوري پلوو غړو ویلي دې غونډه کې به د جو بایډن بریا وننګوي.
اوسني ولسمشر ټرمپ خپله ماتې نهده منلې او په انتخاباتو کې د پراخې درغلۍ ادعا کوي، خو تر اوسهیې کوم د قناعت وړ دلیل نهدی وړاندې کړی.
کوم دلایل او اسناد چې د ټرمپ د مرستیالانو لهخوا د انتخاباتي درغلیو په اړه محاکمو ته وړاندې شوي، رد شوي دي.
جمهوري پلویو ویلي دي چې دوی د یوه خاص کمېسیون لهخوا په ۱۰ ورځو کې د ځینو ایالتونو د انتخاباتو د نتایجو د دقیقې او عاجلې بررسۍ غوښتنه کوي.