د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

د افغانستان د پین پانګ ملي لوبډله له تاشکنده راستنه شوه


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د پین پانګ ملي لوبډله په تاشکند کې تر یو لړ تمریناتو وروسته نن شنبه (د مرغومي ۱۳مه) کابل ته راستنه شوه.

د پین پانګ فدراسیون رئیس عبدالحامد رسولي نن ازادي راډیو ته وویل چې د ٣ روزونکو په ګډون ٥ لوبغاړي په یو روزنیز کمپ کې د ١٥ ورځو په مخه تمرینات کول چې نن بېرته هېواد ته راستانه شول.

ښاغلی رسولي وایي، په دغه تمریناتي کمپ کې د روزونکو د روزنې هدف د لوبغاړو د ظرفیت جوړول او نورو لوبغاړو سره د خپلو مهارتونو شریکول یاد شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، لوبغاړي د ٢١ او ٢٥ کلونو ترمنځ دي چې تمه ده راتلونکي کې په نړیوالو سیالیو کې ولوبېږي.

XS
SM
MD
LG