د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

د بلخ د ابوعلي سینا روغتون ځینې ناروغان: له 'الفه تر یا' ټول درمل له بازاره پیرو


ارشیف، د بلخ روغتون، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، د بلخ روغتون، عکس تئزیني بڼه لري

په بلخ کې د ابو علي سینا ۵۰۰ بستریز دولتي روغتون ځیني مراجعین وايي چې ډېری وخت د دغه روغتون ډاکټران په موقع د هغوی د ناروغانو غمه نه خوري او ناروغانو ته دولتي درمل هم نه ورکول کېږي.

د فاریاب د قیصار ولسوالۍ ۴۵ کلن احمد قادري وايي چې له یوې میاشتې را په دېخوا یې د خپلې کورنۍ یو غړی په دې روغتون کې بستر کړی دی.

دی دغه روغتون کې د ناروغانو د درملنې به برخه کې اسانتیاوې کمې بولي: "ډاکتران په موقع معاینات نه کوي. درمل خو هېڅ نشته له 'الفه تر یا' ټول درمل له بازاره پیرو، همداراز ټول معاینات له روغتونه بهر کوو، یوازې بستر د روغتون دی او نور بس."

احمد قادري وايي چې د ابو علي سینا روغتون د داخله څانګې لږ تر لږه درېیو ډاکټرانو ترې غوښتي چې د ناروغ ډېری عادي معاینات یې د هغوی خصوصي کلینکونو کې ترسره کړي، خو دده په وینا نه دی توانېدلی څو د خپل ناروغ معاینات بشپړ کړي.

خالق مرادي د بلخ په شورتپه ولسوالۍ کې کروندګر دی او خپل ۱۴ کلن زوی یې د عصبي ناروغۍ د لرلو لپاره په دې روغتون کې بستر کړی دی.

مرادي ازادي راډیو ته وويل چې د ناروغ ټول درمل یې له بازاره پیرلي: " دغه روغتون کې حتا یو تابلیت هم ناروغ ته نه ورکول کېږي. بې وزله ناروغان چې له لېرو سیمو راغلي له بازاره د درمل پیرلو توان نه لري."

په روغتون کې یو شمېر مراجعین
په روغتون کې یو شمېر مراجعین

مرادي ادعا کوي چې د دغه روغتون یو شمېر ډاکتران هم‌مهاله خصوصي کلینکونو کې هم فعالیت کوي، که څه هم نوموړي د چا نوم وانه خیست، خو زیاته یې کړه چې څو تنو ډاکټرانو یې ناروغ د معایناتو د بشپړولو لپاره خپلو خصوصي کتنځایونو ته ورغوښتي دي.

هاخوا بیا د بلخ ابو علي سینا روغتون آمر، غوث الدین انوري وايي چې د دغه بنسټ مشرتابه په هڅه کې دی، څو خپلو مراجعینو ته ښې چوپړتیاوې وړاندې کړي.

انوري سره له دې چې خصوصي کلینکونو ته د دولتي روغتون د ډاکټرانو له خوا د ناروغانو راجع کول تائیدوي، خو وايي، په هڅه کې دی څو دا ستونزه ژر حل کړي.

هغه همدا راز ومنله چې په ابو علي سینا حوزوي روغتون کې کافي درمل نشته، خو په وینا یې هغه څه شته یوازې د عاجلې څانګې ناروغانو ته ورکول کېږي.

ده وويل: " موږ ځینې ستونزې منو، خو ډاکټران شپه او ورځ په هڅه کې دي چې مراجعینو ته ښې چوپړتیاوې وړاندې کړي. موږ تر خپل توانه معاینات په دننه روغتون کې کوو."

په عین وخت کې د بلخ ولایتي شورا مشر، افضل حدید هم دغه روغتون کې د پوره درمل د نشتون او همدا راز د ډاکټرانو د فعالیت د تنظیم په چارو کې د اداري کمزورتیا د موجودیت په اړه نیوکه کوي.

د بلخ ولایتي شورا مشر، افضل حدید
د بلخ ولایتي شورا مشر، افضل حدید

حدید زیاتوي: "د ابو علي سینا روغتون کې ډېرې ستونزې شته. مدیریتي کمزورتیا هم شته. ناروغانو ته په موقع خدمات نه وړاندې کېږي او په دې اړه موږ ته هم شکایتونه رسېدلي."

د ابوعلي سینا روغتون په بلخ کې یوازینی روغتیايي مرکز دی چې د پنځو شمالي ولایتونو په کچه (له فاریابه تر سمنګانه) ناروغان ورته د درملنې په خاطر راځي.

دا روغتون د څه باندې ۱۵ میلیونو یورو په ارزښت د جرمني له خوا جوړ او تجهیز شوی دی چې په داخله، ولادي نسايي، عقلي او عصبي او د سرطاني ناروغیو په برخه کې کار کوي.

XS
SM
MD
LG