د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۴ سلواغه ۱۳۹۹ کابل ۰۵:۴۳

کرکټ؛ سويلي افريقا سريلانکا ته ماته ورکړه


ارشیف، د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډله

سريلانکا د کرکټ لوبې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې په لوی توپير ماتې وخوړه.

د سويلي افريقا کرکت ملي لوبډله د دوو ټېسټ سياليو په لومړۍ لوبه کې سريلانکا لوبډلې ته په يوې پاڼۍ او ۴۵ منډو ماتې ورکړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ ياده لوبه د ډیسمبر مياشتې په ۲۶مه نېټه د سريلانکا لوبډلې په توپ وهنې پيل شوې وه چې سريلانکا په لومړۍ پاڼۍ کې د چندیمال، ډنانجيا او شانکا د پنځوسيزو پرمټ ۳۹۶ منډې وکړې.

سويلي افريقا په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۶۲۱ منډې وکړې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه سيالۍ به د جنورۍ مياشتې په درېيمه نېټه پیل شي.

XS
SM
MD
LG