د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ سلواغه ۱۳۹۹ کابل ۰۷:۳۱

د عربستان یوې محکمې د ښځو د حقونو یوه مدافع په بند محکومه کړه


د رياض ښار يوه څنډه

په سعودي عربستان یوې محکمې د ښځو د حقونو یوه مدافع په پنځو کلونو او اتو میاشتو بند محکومه کړه.

‎ د سعودي عربستان یوې محکمې د دوشنبې په ورځ (د ډسمبر په ۲۸ نېټه) د ښځو د حقونو یوه مخکښه مدافع په پنځو کلونو او اتو میاشتو بند محکومه کړه.

د ځايي رسنیو د راپور له مخې، پر ۳۱ کلنې لجين الهذلول تور دی، چې د سعودي عربستان د سیاسي سیستم د بدولولو هڅې يې کولې او د دې هېواد ملي امنیت ته یې خطر پېښاوه.

د محکمې دې پرېکړې د نړیوالو انتقادونه راپارولي.

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن په سعودي عربستان کې د بشري حقونو پر وضعیت انتقاد کړی دی.

جوبایډن
جوبایډن

د ملګرو ملتونو د حقونو متخصصینو پر هذلول تورونه نامشروع بللي دي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۹م کال کې په ژنیو کې د غونډې پر مهال په سعودي عربستان کې د بشري حقونو په اړه بحثونه کړي وو.

ملګرو ملتونو ته د ایسلنډ سفیر هیرالډ آسپیلاند د ۲۰۱۹م کال د مارچ په ۷ نېټه دې غونډې ته داسي ویلي وو: "د بشري حقونو مدافعین او د مدني ټولنې غړي کولای شي او باید یو رغند رول ولوبوي چې په سعودي کې اصلاحات رامنځته شي. موږ د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ او ځانګړي رپورټر سره یو ځای پر سعودي چارواکو غږ کوو چې د لجين الهذلول، ایمان النفجان، عزیز الیوسف، نسیمه الساده، سمر بدوي، نوف عبدالعزیز، هتون الفاسي، محمد البجادي، امل الحربي او شادان الانیزي په ګډون دې ټول کسان راخوشې کړي چې د خپلې بیان د ازادي عملي کولو په خاطر نیول شوي دي."

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې هذلول د ښځو د حقونو له یو شمېر نورو مدافعینو سره یو ځای له ۲۰۱۸م کال راهیسي په زندان کې شپې ورځې تېروي.

د راپورونو له مخې محکمې د دې د بند دوه کاله او لس میاشتې وخت لغوه کړی.

دا په دې مانا چې دا به د ۲۰۲۱م کال په فبرورۍ میاشت کې راخوشې شي.

په امریکا او اروپا کې د بشري حقونو مدافعینو او مدافع وکیلانو د دې د راخوشي کېدو غوښتنه کړې.

هذلول په سعودي عربستان کې د ښځو د موټر چلولو د حق لپاره او همداراز یې په خپل هیواد کې له ښځو سره د سفر پر مهال د نارینه خپلوانو د الزامي حضور پر وړاندې مبارزه کړې وه.

د بشري حقونو مدافع ډلو او د دې کورنۍ ویلي، چې دا په زندان کې شکجنه شوې خو د سعودي چارواکي دا تور ردوي.

XS
SM
MD
LG